نوښار : د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین ویلي دي، چې ترهګرۍ تر ټولو ډېر پښتانه او افغانان ځپلي دي، ځکه نو د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د افغانستان اړوند خپله تګلاره له سره وارزوي.
هغه دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۱مه، د نوښار د خویشګي بالا په سیمه کې د نومیالي پښتو سندرغاړي ،فیاض خویشګي، د مور په فاتحه کې د ګډون وروسته د شال نیوز خبریال سره په ځانګړو خبرو کې وکړې.
میا افتخار حسین وویل، چې له تېرو څو لسیزو راهیسي د ترهګرۍ په جګړه کې د پښتنو وینه تویېږي، خو لا هم د دې ستونزې د هواري لپاره اغېزمنه تګلاره نه ده خپله شوې. هغه زیاته کړه، چې د ملي ایکشن پلان بشپړ نه عملي کېدل د دې لامل شوي دي چې په هېواد کې یو ځل بیا د ترهګرۍ پېښې زیاتې شي.
د هغه په وینا، د ارمي پبلک سکول تر خونړي برید وروسته ټول سیاسي او مذهبي ګوندونه د شل ماده ییز ملي پلان پر جوړولو سلا شوي وو، خو بدبختانه پر هغه بشپړ عمل ونه شو او اوس یې هم مهمې مادې تر پښو لاندې شوې دي.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر وویل، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو ناامنیو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او حکومت باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره جدي او ګډ اقدامات وکړي. هغه زیاته کړه، چې د مرکزي او صوبايي حکومتونو ترمنځ اختلافونه هم د امنیتي وضعیت په ښه کېدو منفي اغېز لري.
میا افتخار حسین د افغان کډوالو د ایستلو پر روانې تګلارې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې عوامي نېشنل ګوند په دې اړه سخت تحفظات لري او باور لري چې دا موضوع باید له انساني او سیمه ییز لیدلوري وڅېړل شي.
هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د اوږدمهاله تړل کېدو اقتصادي اغېزو ته په اشارې وویل، چې د پولې بندېدو د خیبر پښتونخوا اقتصاد ته سخت زیان رسولی، سوداګري یې ټکنۍ کړې او د سرمایې نورو صوبو ته د لېږدېدو له امله بېکاري او بېوزلي نوره هم زیاته شوې ده.
میا افتخار حسین د کشمیر د مسئلې په اړه وویل چې دا شخړه د خبرو اترو له لارې حل کېدی شي او د زور کارول ستونزې نه حلوي، بلکې لا یې پېچلې کوي. هغه ټینګار وکړ چې د جمهوریت د ټینګښت لپاره باید ټول سیاسي ځواکونه ګډ کار او قرباني وکړي.
هغه په پای کې وویل، چې عوامي نېشنل ګوند به د پښتنو د طبیعي زېرمو او اقتصادي حقونو دفاع ته دوام ورکړي او د دغو شتمنیو د لوټ اجازه به هیچا ته ور نه کړي.


ندیم مشواني