نورګل : د افغانستان د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په سهیل تنګي سیمه کې د زلزلې ځپلو ۱۶۰ کورنیو لپاره د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د دایمي استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پېل شوې.
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ،د جولایۍ په ۲۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دا پروژه د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ پلې کېږي او موخه یې هغو کورنیو ته خوندي او دایمي سرپناه برابرول دي چې د زلزلې له امله یې کورونه، شتمنۍ او د ژوند لومړني امکانات له لاسه ورکړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د پروژې ټول لګښت ۸۸ میلیونه افغانۍ دی او د هر استوګنیز کور د جوړولو لپاره ۵۵۰ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي. چارواکي وایي، د پروژې له بشپړېدو وروسته به ۱۶۰ زلزلې ځپلې کورنۍ خوندي او دایمي سرپناه ترلاسه کړي.
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې زیاته کړې ده چې د بیارغونې او سرپناه برابرولو د پروګرامونو له لارې هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د خوندي ژوند زمینه برابره او د هغوي د عادي ژوند د بېرته رغېدو ملاتړ وکړي.


شال نیوز