نیویارک : په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي دي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو وروسته اوس وخت رارسېدلی دی چې نړیواله ټولنه د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنیو بندیزونو بیاکتنه وکړي.

 

د هند دایمي استازي، پرواتنن هریش، د جولایۍ په ۲۱مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي دي، چې اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه لري او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو نوی او واقعبینانه چلند غوره کړي.

 

هغه وویل، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د موجودو ننګونو په حل کې اغېزناک نه دی. هندي استازي همداراز د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د یوناما د موندنو په حواله یې وویل، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

 

نوموړي پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د دغو محدودیتونو د لرې کولو هڅې وکړي.

 

پاکستان تر اوسه د هند د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.