کابل : د افغانستان د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت وايي، چې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یې ټول اړین تخنیکي وسایل پېرلي او ټاکل شوې چې د دغو وسایلو د لېږد چارې زر افغانستان ته پېل شي. دغه څرګندونې د شرکت عمومي رییس، میرویس عزیزي، د جولایۍ په ۲۱مه، د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، میرویس عزیزي وویل چې شرکت یې د برېښنا د لویو پروژو ترڅنګ په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د یو لوي روغتون د جوړولو چارې هم پېلوي.
په غونډه کې د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د اړوندو امارتي ادارو او عزیزي انرژۍ شرکت ګډې تخنیکي کمېټۍ خپل راپور وړاندې کړ. د راپور له مخې، د کابل د نغلو په سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه، د پروان د باریک اب په سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه او د غزني په ولایت کې د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزو برېښناکوټونو د امکان سنجۍ مطالعات بشپړ شوي، د برېښنا د پېر تړونونه هم لاسلیک شوي او په ساحو کې د پروژو عملي کارونه پېل شوي دي.
راپور زیاتوي چې په تخار کې د ډبرو سکرو پر مټ د ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان کې د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید پروژو، د نغلو او غزني د سب سټېشنونو د جوړولو او د کابل د تره خېل سیمي څخه تر صنایع سبز پورې د برېښنا د انتقالي لین د غځولو پر تخنیکي موضوعاتو هم کار روان دی او تمه ده چې زر وروستي شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د تخنیکي کمېټۍ د کار ستاینه وکړه او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې پاتې چارې دې په دوو اوونیو کې بشپړې او راپور دې اقتصادي معاونیت ته وسپاري.
هغه همدارنګه د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ته د حکومت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او له شرکت یې وغوښتل چې خپلې پروژې د ټاکلي مهالوېش له مخې بشپړې کړي.


شال نیوز