د امريکا د لوېزيانا ریاست په شریوپورټ ښار کې يو سړي د کورني تاوتريخوالي په يوه خونړۍ پېښه کې خپل اووه ماشومان او يو وراره وژلي او دوه ښځې يې ټپيانې کړې دي، چې له امله يې ښار په ژوره صدمه کې ډوب شوی او د وسلو او کورني تاوتريخوالي په اړه نوې پوښتنې راپورته شوې دي۔
چارواکي وايي، بريد کوونکی چې شمار اېلکنز نومېږي، دا بريد د يوې نيمه خودکارې وسلې په کارولو کړی دی. دا په دلسي حال کي ده چې هغه په ۲۰۱۹ کال کې د وسلې اړوند جرم کې سزا لرلې او د قانون له مخې يې وسلې ته لاسرسی نه درلود۔
پوليسو له پېښې وروسته سيمه کلابنده کړې او پلټنې يې پېل کړې دي، خو تر اوسه د پېښې بشپړ جزييات نه دي څرګند شوي۔
کورنۍ شخړه او ذهني فشار
د کورنۍ غړي یې وايي، بريد کوونکی له خپلې مېرمنې سره د بېلتون په حال کې و، او همدا خبره د هغه لپاره ذهني فشار ګرځېدلې وه۔ د هغه يو خپلوان رسنيو ته ويلي دي: “هغه ناڅاپه خپل کنټرول له لاسه ورکړ، داسې ښکاره شوه لکه هر څه يو دم بدل شول.”
راپورونه ښيي چې نوموړي څه موده وړاندې د ذهني درملنې لپاره روغتون ته مراجعه کړې وه، خو د کورنۍ په وينا، هغه وروسته عادي حالت ته راګرځېدلی و او هېچا تمه نه لرله چې داسې پېښه به وشي۔
د پېښې شېبې او د ژغورنې هڅې
د پېښې پر مهال ماشومان په کور کې وو، ځينو يې لوبې کولې او ځيني د خوب په حالت کې وو، چې بريد پېل شو۔ يوې ښځې د مرستې لپاره پرله پسې ټيليفوني زنګونه وهلي او له خپلې لور سره يې د کور له چته د تېښتې هڅه کړې، چې له امله يې ټپي شوې ده۔
چارواکي وايي، دا پېښه په وروستيو کلونو کې په امريکا کې له تر ټولو خونړيو کورنيو پېښو څخه ده، چې د خلکو پر ذهنونو يې ژور اغېز کړی دی۔
په امريکا کې د ورته پېښو شمېر
د امريکا د کورني تاوتريخوالي اړوند معلومات ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې لسګونه داسې پېښې شوې دي چې پکې پلرونو خپل ماشومان وژلي دي۔
د ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۴ پورې، لږ تر لږه له ۲۰۰ زيات ماشومان د کورني تاوتريخوالي په پېښو کې وژل شوي دي، چې يوه برخه يې د کورنۍ د نارينه غړو له لوري ترسره شوې ده۔
کارپوهان وايي، دا ډول پېښې اکثر د کورني تاوتريخوالي، ذهني فشار، بېلتون او وسلو ته د اسانه لاسرسي له امله رامنځته کېږي، او زياتوي چې د مخنيوي لپاره لا هم کافي ګامونه نه دي پورته شوي۔
د ټولنې غبرګون او غوښتنې
د پېښې وروسته، په شریوپورټ کې ښوونځيو د ماشومانو لپاره د نفسياتي مشورو پروګرامونه پېل کړي دي، او ځايي مشران وايي چې نور د انتظار وخت نه شته۔
يو امنيتي چارواکي ويلي دي:
“موږ دا حق نه لرو چې د بلې غمېزي تر پېښېدو پورې انتظار وباسو، موږ دا د هغو ماشومانو پوروړي يو چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.”
دې پېښې يو ځل بيا په امريکا کې د وسلو کنټرول، کورني تاوتريخوالي په اړه جدي پوښتنې رامنځته کړې دي.

شال نیوز