د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې د رستم په سيمه کې د ماربلو يو درنګ رالوېدلی چې له امله يې مزدوران تر تيږو لاندې شوي دي.

 

د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ ويلي چې د پېښې له رامنځته کېدو سره يې سمدستي امدادي کارونه پېل کړي چې شاوخوا پنځوس اهلکار په عملياتو بوخت دي.

 

د شال نيوز ته رسېدلو معلوماتو له مخې، تر دې دمه له درنګ څخه يوولس مزدوران را ايستل شوي دي. 
 

په دغو کې نهه مزدوران مړه شوي او دوه نور ژوبل دي، چې ټپي کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. پيښه د مارچ په ۳۱ مه مخي ته راغلي ده۔

 

امدادي ټيمونه وايي چې لا هم د يو بل مزدور د لټون هڅې روانې دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره هغه ومومي.

 

د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو ځايي خلک وايي چې په دې سيمه کې د ماربلو په درنګونو کې کار کول اکثره وخت له خطره خالي نه وي.