کابل : د افغانستان برېښنا شرکت (برشنا) اجرايوي رئيس، ملا عبدالحق همکار، وايي چې د هېواد د برېښنا سکټور د پیاوړتیا لپاره یوازې د تېرې یوې اوونۍ په موده کې ۶۵ نوي تړونونه لاسلیک شوي دي.
هغه دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۱مه، د میدان وردګو ولایت د برېښنا ریاست د نوي رئیس د معرفۍ په مراسمو کې وکړې. د نوموړي په وینا، برېښنا د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه ده او د دې سکټور د پراختیا لپاره عملي ګامونه په چټکۍ روان دي.
ملا عبدالحق همکار وویل، چې حکومت د برېښنا د تولید، لېږد او وېش د شبکې د ښه والي لپاره پر بېلابېلو پروژو کار کوي، څو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته د برېښنا اسانتیاوې پراخې شي.
بلخوا، د انرژۍ د برخې ځیني کارپوهان وایي، افغانستان د برېښنا د تولید د پام وړ ظرفیت لري او اټکل کېږي چې د هېواد د برېښنا د تولید وړتیا شاوخوا ۳۲۰ زره مېګاواټو ته رسېږي. د دوي په وینا، د وروستیو هڅو له امله د انرژۍ په سکټور کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.


شال نیوز