قوش تپه : د افغانستان د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت ویلي دي، چې د جوزجان ولایت د قوش‌ تپې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یې د ۵۱۴ اعشاریه ۱۶۰ جریبه ځمکې ټوپوګرافیکه سروې بشپړه کړې ده.

 

د وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۲۱مه، په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دا سروې د سروې او جغرافیایي معلوماتي سیستم ریاست د کلني کاري پلان له مخې د تخنیکي ډلې له خوا ترسره شوې، چې پکې د ځمکې د بڼې، لوړوالي، مساحت او طبیعي ځانګړتیاوو تخنیکي اندازه‌ ګیري او ارزونه شوې ده.


 



د چارواکو په وینا، د دې سروې موخه د کره تخنیکي معلوماتو راټولول، د ښاري پلان جوړونې لپاره د بنسټیزو معلوماتو برابرول، د ځمکې د حدودو او مساحت ټاکل، او د راتلونکو پرمختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرول دي.

 

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت زیاته کړې چې د سروې او جغرافیایي معلوماتي سیستم ریاست به د خپل کلني پروګرام له مخې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکې د بڼې او لوړوالي سروې او نورې تخنیکي ارزونې روانې وساتي.