توې‌ خله : د بر سویلي وزیرستان د توې‌ خلې تحصیل د خان کوټ زرمیلان په سیمه کې ځايي اوسېدونکو دعوه کړې ده چې د شاوخوا ۹ کروړه روپیو په لګښت جوړ شوی ایجوکیشن کمپلېکس له بشپړېدو سره سره لا هم تړلی پروت دی او پکې منظمې تعلیمي چارې نه ترسره کېږي.

 

د سیمي د وډوکۍ قام استازو ،د جولایۍ په ۲۱مه، ویلي دي، چې دغه تعلیمي کمپلېکس په ۴۱ کناله ځمکه جوړ شوی او دوي دا ځمکه د خپلو ماشومانو د زده کړو د ښه راتلونکي لپاره حکومت او پاکستان پوځ ته وړیا ورکړې وه، خو د دوي په وینا، اوس ودانۍ تړلې ده او د خلکو هیلې نه دي پوره شوې.

 

د سیمي یو مشر، ملک محمد اسحاق خان سلیمان‌ خېل، شال نیوز ته وویل چې په کمپلېکس کې د استادانو، چوکیدارانو او نورو کارکوونکو د ګومارنې باوجود تعلیمي فعالیتونه نه کېږي. هغه پوښتنه وکړه چې که عمله ټاکل شوې ده نو د هغوي حاضري څوک څاري او ولې د ولس له ټيکسونو معاشونه بغیر له دندو اخلي، خو خپلې دندې نه ترسره کوي.

 

نوموړي له ضلعي او صوبايي چارواکو وغوښتل چې د کمپلېکس عاجله پلټنه وکړي، د ټولو ګومارل شويو کارکوونکو حاضري وڅېړي، د غیر حاضر او غفلت کوونکو پر ضد قانوني اقدام وکړي او په اداره کې زر تر زره منظمې درسي چارې پېل کړي.

 

ملک محمد اسحاق خان سلیمان‌ خېل خبرداری ورکړ، که د ایجوکیشن کمپلېکس د فعالولو لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، د سیمي خلک به د خپلو ماشومانو د زده کړو د حق لپاره احتجاجي لړۍ پېل کړي.

 

تر اوسه د بر سویلي وزیرستان ضلعي ادارې، د تعلیم محکمې او یا هم د خیبر پښتونخوا حکومت د دغو دعوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی. شال نیوز به د چارواکو دریځ هم ترلاسه کولو هڅه وکړي او د ترلاسه کېدو په صورت کې به یې خپور کړي.