په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو او امنیتي عملیاتو له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱ تن ټپي شوی دی.


لکي مروت: دوه کسان وژل شوي
د لکي مروت نه د شال نیوز خبریال غلام اکبر مروت راپور ورکړی، چې د بيګو خېل سړک پر سر، لنگرخېل ته نږدې، نامعلومو وسلوالو په ډزو کې ۲ کسان وژلي دي.


پولیس د وژل شویو کسانو شناخت د صفی الله او افنان خان په نامه کړی دی، چې پکې يو کس د ترهګرۍ ضد ادارې ،سي ټي ډي، سرتیري ورور او بل د یو پولیس سرتیري نژدې خپلوان و. پولیس دا هم ویلي، چې دواړه حسان د ځايي امن کمېټۍ غړي هم وو

 

سویلي وزیرستان: یو وژل شوی، یو ټپي
د سویلي وزیرستان له واڼا څخه د شال نیوز خبریال ظفر وزیر راپور ورکړی، چې د سرکي کوټ په سیمه کې پر دوو وروڼو برید شوی، چې له امله یې ۱ ورور وژل شوی او بل ټپي دی.

د مقامي پولیسو په وینا، وژل شوي ورور ،محمد اسلام، د صحت په محکمه ګې دنده ترسره کوله او ټپي شوی ورور د بجلۍ د رسونې ادارې ،واپډا، کې د ایس ډي او په توګه کار کوي.

 

لکي مروت: عملیاتو کې درې تنه وژل شوي
د لکي مروت نه د غلام اکبر مروت د یو بل راپور لمخې، د بنو سره نږدې اخوندان ځنګل کې د پولیسو په عملیاتو کې ۲ وسلوال او ۱ پولیس سرتېری وژل شوي دي.
پولیس ادعا کوي چې وژل شویو کې یو مهم کمانډر هم شامل و.

 

سوات: یو سیاسي مشر په وسلوال برید کې ټپي شوی
د شال نیوز خبریال عرفان حسین علي د راپور مطابق، ځايي پولیس وايي چې د مټه تحصیل په سخره سیمه کې نامعلومو کسانو د ویلیج کونسل چیرمین او د تحریک انصاف ځایي مشر محمد قیوم په ډزو ویشتلی دی چې له امله یې هغه ژوبل شوی دی.

 

پولیس چارواکي وایي چې د دې پېښو علتونه درک کولو او د عاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي، خو تر دې دمه هېڅ ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.