کابل : د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړپوړي جنرال ،سميع سادات، دعوه کړې ده چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د جمهوري نظام ۱۸۴ پخواني سرتېري وژلي دي. سادات ،د جولایۍ په ۲۰مه، په خپله ایکس پاڼه د وژل شویو پخوانیو سرتېرو انځورونه خپاره کړل او ویې لیکل، چې دا د هغو افغانانو څېرې دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وژل شوي دي.
هغه ویلي دي، چې له ایران او ترکیې څخه افغانستان ته د پخوانیو افغان سرتېرو جبري ستنېدل د هغوي پر ژوند امنیتي ګواښونه نور هم زیات کړي دي او د دغو کسانو خوندیتوب ته جدي پاملرنې ته اړتیا ده.
سميع سادات ټینګار کړی دی چې د دغو وژنو د عاملانو د محاکمې او د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې هڅې به دوام ومومي. هغه په خپل پیغام کې لیکلي: «دې څېرو ته وګورئ او له ځانه وپوښتئ، که دا ستاسو پلار، ورور یا زوې وای، نو څه احساس به مو درلود؟ دوي افغانان وو، زموږ ساتونکي سرتېري وو او تل به زموږ په زړونو او ذهنونو کې ژوندی وي. موږ به د دوي لپاره عدالت غواړو او قاتلان به یې محاکمو ته راکاږو.»
بل لور ته، د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغو بنسټونو ویلي دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخوانیو سرتېرو د وژنې، نیولو، شکنجې او نورو بشري حقونو د سرغړونو راپورونه په پرله پسې ډول ترلاسه کېږي.
طالبانو تر اوسه د سميع سادات د دغو تازه دعوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو تر دې مخکې بیا په وار وار ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال له واکمنېدو وروسته یې د پخواني جمهوري نظام د ځواکونو لپاره عمومي عفو اعلان کړی او د غچ اخیستنې تګلاره نه لري، خو د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو په خپلو راپورونو کې د پخوانیو افغان سرتېرو د وژنو او نیونو پېښې هم ثبت کړې دي.


شال نیوز