پېښور : د خیبر پښتونخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي ایم ای) ویلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
د ادارې له خوا ،د جولایۍ په ۲۰مه، د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په مړو شويو کې شپږ نارينه، پنځه ماشومان او يوه ښځه شامل دي، او په ټپيانو کې اته نارينه، دوه ښځې او پنځه ماشومان دي. پي ډي اېم ای وايي، د بارانونو او سېلابونو له امله ټولټال ۱۴ کورونو ته زيان رسېدلی، چې ۱۳ کورونه يې په قسمي ډول او يو کور په بشپړه توګه نړېدلی دی.
د ادارې په وينا، دغه پېښې د پېښور، خیبر، مردان، بونېر، باجوړ، کوز چترال، اېبټ اباد، مانسهرې، تورغر او کرم په ضلعو کې رامنځته شوې دي.
پي ډي اېم ای زياتوي چې د ريسکيو ۱۱۲۲، ضلعي انتظاميو او نورو اړوندو ادارو د همغږۍ له لارې د ژغورنې او مرستو چارې روانې دي. اغېزمنو ضلعو ته سپارښتنه شوې چې د زيانمنو کورنيو لپاره بېړنۍ مرستې او نور ضروري سامان زر تر زره ورسوي.
د ادارې په وينا، د خیبر پښتونخوا په سيندونو او خوړونو کې دا مهال د اوبو کچه او بهير عادي دی، خو ،د جولایۍ تر ۲۳مې، پورې د نور باران امکان شته. له همدې امله ټولو ضلعي انتظاميو ته د چمتووالي لارښوونې مخکې له مخکې ورکړل شوې دي.
د پي ډي اېم ای مشر له خلکو غوښتي دي چې له غير ضروري سفرونو ډډه وکړي، سېلاب ځپلو او حساسو سيلانيزو سيمو ته ولاړ نه شي او د حکومتي ادارو د خبرداري او سپارښتنو پوره پيروي وکړي.
پي ډي اېم ای وايي، د بېړنيو حالاتو عملياتي مرکز په بشپړ ډول فعال دی، او خلک کولی شي د هر ډول بېړني حالت، د موسم د معلوماتو او مرستې لپاره د ادارې له وړيا ۱۷۰۰ هيلپ لاين سره اړيکه ونيسي.


شال نیوز