د خیبر ضلعې په لنډيکوتل کې د سختو بارانونو له امله راوتلو ناڅاپي سېلابونو لږ تر لږه څلور کسان وژلي او یو شمېر نور لا هم لادرکه دي. د رېسکیو ۱۱۲۲ په وینا، یو مسافر وړونکی وېګن او یو وټز موټر د سېلابي اوبو ښکار شوي دي. د تورخم لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې او لسګونه مسافر، سرکاري کارکوونکي، ناروغان او ځايي اوسېدونکي په لاره کې بند پاتې دي. ژغورونکې ډلې د لادرکه کسانو د لټون او د بند پاتې وسایطو د راایستلو عملیات روان ساتلي، په داسې حال کې چې چارواکو خلکو ته د نورو بارانونو د امکان له امله د احتیاط سپارښتنه کړې ده.


سلمان یوسفزی