یفتل : د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ تر سقوط درې ورځې وروسته، طالبانو د دې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د ولسوالانو، د پولیسو د قوماندانانو او د استخباراتو د مدیرانو په کچه پراخ بدلونونه راوستي دي.

 

یاد بدلونونه د نسي، شکي، جرم، شهر بزرګ، کشم، ارګو، یفتل او یو شمېر نورو ولسوالیو په دولتي دندو کې راغلي دي.

 

دغه بدلونونه د "سپاهي میهن" په نوم د یوې نوې جوړې شوې ډلې له ناڅاپي برید وروسته ترسره شول؛ هغه برید چې ،د جولایۍ په ۱۷مه، سهار یې د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټرول څخه وایسته.

 

ټاکل شوې ،د جولایۍ په ۲۰مه، د دې ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال او د طالبانو د پولیسو نوی قوماندان معرفي شي. د راپورونو له مخې، مولوي قدیر غفوري د یفتل د نوي ولسوال او جهان‌ خان نوري د یفتل د نوي پولیسو قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

 

بلخوا، په شهر بزرګ ولسوالۍ کې هم بدلونونه راغلي او عبدالوهاب فاروقي د نوي پولیسو قوماندان په توګه ګومارل شوی دی.

 

وروسته له هغې چې طالبانو ناراضه قوماندان جمعه‌ خان فاتح له نسي څخه کابل ته وغوښت، دې ډلې د نسي ولسوالۍ ولسوال او د پولیسو قوماندان له دندو ګوښه کړل او نوي کسان یې پر ځای وټاکل. همدارنګه د جرم ولسوالۍ لپاره هم د پولیسو نوی قوماندان ټاکل شوی دی.

 

سمیع‌الله رسولي د نسي ولسوالۍ د ولسوال، حیات‌الله الماس د دې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان او شمس‌الله خالد د جرم ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه ټاکل شوي او خپلې دندې یې پېل کړې دي.

 

یاد بدلونونه وروسته له هغې ترسره شول چې په وروستیو اونیو کې د نسي ولسوالۍ دننه د طالبانو خپلمنځي اختلافات زیات شول. دغه اختلافات هغه مهال خپل اوج ته ورسېدل چې د طالبانو ځایي قوماندان جمعه‌ خان فاتح او د هغه تر امر لاندې ځواکونو د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو د حکمونو له پلي کولو څخه سرغړونه وکړه.

 

فاتح بالاخره له څو اوونیو خبرو اترو او سلا مشورو وروسته، د طالبانو د پوځ د لوي درستیز په منځګړیتوب، له بدخشان څخه کابل ته ولېږدول شو.