واشنګټن/تهران : د امريکا او ايران ترمنځ روانه جګړه ،د جولایۍ په ۲۰مه، نهمې ورځې ته ننوتې، خو له سختو پوځي نښتو سره سره د سيمي او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د جګړې د درولو او دواړو لورو د خبرو مېز ته د راوستلو هڅې هم دوام لري.

 

په تېرو څلېروېشتو ساعتونو کې امريکايي ځواکونو د ايران پر پوځي اډو، د توغنديو پر زېرمو، هوايي دفاعي سيستمونو او د سپاه پاسداران پر ځينو مرکزونو تازه هوايي بريدونه کړي دي. واشنګټن وايي، هدف يې د ايران د پوځي وړتياوو کمزوري کول او د خپلو ځواکونو او اتحادیانو ساتنه ده.

 

د ايران د روغتيا وزارت وايي، چې په دغو تازه بريدونو کې له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي او ۵۱۷ نور ټپيان شوي دي. ايراني چارواکي وايي، په قربانيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي، خو امريکا ټينګار کوي چې بريدونو يې يوازې پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

 

بلخوا، د امريکا مرکزي قوماندانۍ، سېنټکام، وايي چې د جګړې له پېله د وژل شويو امريکايي پوځیانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او له ۴۲۰ زيات نور ټپيان شوي دي. امريکايي چارواکي وايي، وروستي عمليات د هغو بريدونو په ځواب کې ترسره شوي دي چې د ايران له لوري د امريکايي ځواکونو پر اډو شوي وو.

 

په همدې حال کې ايران هم د توغنديو او بې‌ پيلوټه الوتکو بريدونو ته دوام ورکړی او وايي، چې تر هغو به خپل ځوابي عمليات نه دروي چې امريکايي بريدونه پای ته نه وي رسېدلي. د هرمز تنګي شاوخوا هم پوځي کړکېچ زيات شوی او د نړيوالې سوداګرۍ او د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې ورسره پراخې شوې دي.

 

خو د جګړې له دې تودېدو سره سره د سولې هڅې نه دي درېدلې. پاکستان، قطر، مصر او عمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د پټو ډيپلوماتيکو تماسونو د دوام خبر ورکړی او هڅه کوي واشنګټن او تهران يو ځل بيا خبرو ته کښېنوي. ملګرو ملتونو هم د تاوتريخوالي د سمدستي کمېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د روانې جګړې دوام به د سيمي د خلکو ترڅنګ نړيوال اقتصاد هم له جدي خطر سره مخ کړي.

 

د امريکا مرستيال ولسمشر ،جی ډي وېنس، هم ويلي دي چې د پوځي فشار تر څنګ ډيپلوماسي لا هم د امريکا د تګلارې مهمه برخه ده. بلخوا د ايران چارواکي وايي، چې که څه هم د خبرو دروازه په بشپړه توګه نه ده تړل شوې، خو تر هغو چې بريدونه روان وي، د رسمي مذاکراتو د پېل امکان ډېر کم ښکاري.

 

سياسي شنونکي وايي، د جګړې دواړه خواوې لا هم د پوځي فشار له لارې د خپلو سياسي موخو د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو په عين وخت کې د منځګړو هېوادونو ډيپلوماتيکې هلې ځلې ښيي چې د سولې هيله لا هم په بشپړه توګه نه ده مړه شوې.