کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو پخوانی استازی، سید اسحاق ګیلاني وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې سیاسي فعالیتونه درېدلي او اوس له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.
ګیلاني ،د جولایۍ په ۲۰مه، په یوه مرکه کې ویلي دي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسي له سیاسته لیرې پاتې شوی او ډېر وخت ان د خپل کور له انګړه هم نه وځي. هغه وویل: “د طالبانو له راتګ وروسته له سیاسته لیرې یم، ژوند بیخي سخت تېرېږي او کله کله په اوونیو اوونیو د خپل کور د بهر دروازې ته هم نه نږدې کېږم.”
طالب چارواکو څو میاشتې مخکې هغه لسګونه جریبه ځمکه، چې د ګیلاني په نوم وه، دولتي اعلان کړه. طالبانو هغه مهال ویلي وو چې یاده ځمکه په ناقانونه ډول غصب شوې وه، خو ګیلاني په دې اړه تازه څرګندونې نه دي کړې.
نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه یې یوازې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د استخباراتو له رییس سره لیدلي دي او ګومان نه کوي چې بیا به له طالب مشرانو سره وویني. د هغه په وینا: “ممکن طالبان نه غواړي چې زموږ سره کېني، یا هم ښیي وخت ونه لري.”
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه تازه ویډیو کې لیدل کېږي چې د ګیلاني یو شمېر مریدان د هغه کور ته ورځي. ګیلاني وایي، اوس یې ډېری وخت له همدې کسانو سره د کور، کلي، مالدارۍ او کرنې په اړه په خبرو تېرېږي.
د ګیلاني د کورنۍ مذهبي پیروان د غزني، پکتیکا، ننګرهار، لوي کندهار او د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم شتون لري. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د دې کورنۍ یو غړی، ابراهیم ګیلاني، هم له طالبانو سره تر شخړې وروسته خبرونو کې یاد شوی و. هغه مهال د کورنۍ غړو دعوه کړې وه چې طالبان هغه د لمانځه د طریقې پر سر وهلی و.
د جمهوري نظام پر مهال د ګیلاني کورنۍ د افغانستان له اغېزناکو سیاسي او مذهبي کورنیو څخه ګڼل کېده او د دوي د ولایتونو سفرونه به د پراخو هرکلیو او رسمي مراسمو مل وو، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوي پر سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.


شال نیوز