د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې پولیس وایي، نامعلومو وسلوالو د دوو وروڼو پر موټر ډزې کړې دي، چې له امله یې یو وژل شوی او بل ټپي شوی دی۔
د سیمي د پولیسو مشر، ډي پي او طاهر شاه، شال نیوز ته ویلي، چې پېښه د واڼا د سرکي کوټ په سیمه کې رامنځته شوې ده۔
د پولیسو په وینا، وژل شوی کس محمد اسلم نومېږي چې د صحت په محکمه کې یې کار کاوه، په داسې حال کې چې د هغه ورور نور اسلم، چې ټپي شوی، د برېښنا رسونې ادارې (واپډا) کې د ایس ډي او په توګه دنده ترسره کوي۔
پولیس وایي، ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوی او درملنه یې روانه ده۔
ډي پي او طاهر شاه ویلي دي، چې د برید لامل تر اوسه نه دی روښانه او د پېښې د پلټنو لپاره هڅې روانې دي۔
تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې۔
سویلي وزیرستان په وروستیو کلونو کې د امنیتي پېښو شاهد پاتې شوی، خو چارواکي وایي چې د امنیت د ښه والي لپاره عملیات دوام لري.

ظفر وزير