کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ننګرهار پخوانی والي، ضیاالحق امرخېل، وايي چې خلک له عدالته نه تښتي، بلکې فقر، بې کاري او ناهیلي یې اړ باسي چې خپل هېواد پرېږدي. هغه دا څرګندونې د نیمروز په مارګو دښته کې ایران ته د تلونکو افغان کډوالو د مړینې او لادرکه کېدو د پېښې په غبرګون کې کړې دي.
امرخېل ،د جولایۍ په ۱۹مه، په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې پیاوړي ملتونه او نظامونه تر هر څه وړاندې د فقر او بې عدالتۍ پر ضد مبارزه کوي، ځکه ،د ده په وینا، د یوه ملت ریښتینی ځواک د خلکو په هوساینه او عدالت کې نغښتی وي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې لا هم فقر د خلکو قسمت او تقدیر ګڼل کېږي.
هغه لیکلي دي چې نږدې هره ورځ ورته د واټس اپ له لارې د لوستو، بااستعداده او حتی د ماسټرۍ لرونکو ځوانانو پیغامونه رسېږي، چې د کار او روزګار د موندلو لپاره ترې د مرستې غوښتنه کوي.
د نوموړي په وینا، همدا ځوانان د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله خپل هېواد پرېږدي او د یوې مړۍ ډوډۍ او ښه راتلونکي په هیله د دښتو، غرونو او نورو خطرناکو لارو سفر کوي، چې ډېر وخت پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بلخوا، د طالبانو د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي دي، چې هغه ۱۹ افغان ځوانان چې غوښتل یې په ناقانونه لارو ایران ته واوړي، د مارګو په دښته کې لاره ورکه کړې وه. د هغه په وینا، د سختې ګرمۍ او تندې له امله پنځه کسان مړه شوي او ۱۴ نور لا هم لادرکه دي.
طالب چارواکي وايي، د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.


شال نیوز