د باجوړ ضلعې د واړه ماموند تحصيل د ډبر سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادلې پر مهال د مارټر يوه ګولۍ پر يو کور لګېدلې، چې له امله يې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

 

د ځايي سرچينو په وينا، دغه پېښه ،د جولایۍ په ۱۹مه، د عزت الله په کور کې رامنځته شوې ده. ژوبل شوي ماشومان د درملنې لپاره د خار ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوي وو، چې د لومړنۍ درملنې وروسته بېرته کور ته رخصت کړل شوي دي.

 

بلخوا، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پي کې-۱۹ حلقې د غړي فوکل پرسن ډاکټر جهانزېب د خار ضلعي مرکزي روغتون ته ورغلی او د ژوبلو ماشومانو پوښتنه يې کړې ده. هغه د ماشومانو د زر روغتيا لپاره دعا وکړه او له اغېزمنې کورنۍ سره يې د خواخوږۍ او يووالي څرګندونه وکړه.

 

تر اوسه امنيتي چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي بيان نه دی خپور کړی.