د سوات د قامي او سياسي مشرانو پر ګډون د سوات قامي جرګې د کارنده کمېټۍ غونډه ،د جولایۍ په ۱۹مه، په مينګوره کې د عبدالقهار خان په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د سيمي د امنيتي، سياسي او ټولنيز وضعيت جاج واخيستل شو.

 

په غونډه کې مختار خان يوسفزی، حاجي زاهد خان، عبدالجبار خان، صلاح الدين خان، شېر بهادر خان، احمد شاه خان، شمشير علي خان، خواجه خان، صادق عزيز، اقبال حسين بالې، عرفان چټان، فضل الاحد لاله جي، حيدر علي خان، ډاکټر خالد محمود ګوجر، جاوېد بهايي جان، خورشيد کاکاجي، ذوالکفيل خان او نورو مشرانو ګډون کړی و.

 

غونډې يو ځل بيا د جرګې د کارنده کمېټۍ د غړي ممتاز علي خان پر کور او حجره د ورځې په رڼا کې شوی بريد په سختو ټکو وغنده او ويې ويل چې دا پېښه د حکومت او رياست د امنيتي ناکامۍ څرګندونه کوي. ګډونوالو د دې پېښې او ورپسې رامنځته شويو حالاتو په اړه ژوره اندېښنه او خواشيني وښوده.

 

د جرګې مشرانو د ملاکنډ ډويژن پر خلکو د ټېکسونو لګول او د ناامنۍ روان وضعيت “غير اییني او استعماري” اقدامات وبلل او ټينګار يې وکړ چې د سوات او ملاکنډ خلک به دا ټېکسونه ونه مني.

 

غونډې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۶م کال د اګست په ۹مه به په مينګوره کې د سوات قامي جرګې د قامي شورا لويه غونډه راوبلل شي. د جرګې په وينا، په دې غونډه کې به زرګونه قامي، سياسي او ټولنيز مشران د ناامنۍ د ختمولو لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي او اړوندې ذمه وارۍ به هم وټاکل شي.

 

غونډې د ملاکنډ ډويژن د ځانګړي اییني حيثيت د ختمولو او د ټېکسونو د نافذولو مخالفت بيا تکرار کړ او د جولایۍ په ۲۱مه د ملاکنډ ډويژن د سوداګرو د شټرډاون هړتال بشپړ ملاتړ يې اعلان کړ. جرګې له خلکو او ټولو اړخونو وغوښتل چې د ټېکسونو پر ضد روان احتجاج ته دوام ورکړي او د ملاکنډ د ځانګړي اییني حيثيت د بيا بحالۍ غوښتنه خپله ګډه مبارزه وګرځوي.

 

په غونډه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې د ناامنۍ د بشپړ خاتمې لپاره پوليس ځواک په عصري وسايلو سمبال او د قانون د نافذولو بشپړ واک ورکړي.

 

د سوات قامي جرګې کارنده کمېټۍ د جرګې د تنظيم د لا پياوړتيا لپاره هم يو شمېر پرېکړې وکړې او د سوات له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د خپل ځان، کورنۍ او سيمي د خونديتوب لپاره هر وخت ويښ او چمتو واوسي، ځکه ،د جرګې په وينا، حکومت د خلکو د سر او مال د ساتنې په خپل اییني مسؤليت کې جدي نه ښکاري.