د خیبر چيمبر اف کامرس اينډ انډسټرۍ په کوربتوب په قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن کې د ټېکسونو د نفاذ پر ضد ،د جولایۍ په ۱۹مه، يوه ټول ګونديزه غونډه وشوه.
په غونډه کې پخواني وفاقي وزير او سنېټر علامه نورالحق قادري، پخواني وفاقي وزير حميدالله جان اپرېدي، د قبایلي ضلعو سوداګرو، صنعتکارانو، سياسي او ټولنيزو مشرانو، قامي مشرانو او د بېلابېلو تنظيمونو استازو ګډون وکړ.
غونډې ته خپله وينا کې سنېټر علامه نورالحق قادري وويل، چې صوبايي حکومت په ښه پرېکړه سره د کېپرا ټېکس بېرته اخيستی او اوس وفاقي حکومت ته هم پکار ده چې په قبایلي ضلعو کې لګول شوي ټېکسونه بېرته واخلي. هغه وويل، چې قبایلي ضلعې د وفاق برخه دي او حکومت ذمه واري لري چې د هېواد د وروسته پاتې سيمو اقتصادي حالت ته په پام د ټېکسونو پاليسي برابره کړي.
هغه زياته کړه، چې په قبایلي ضلعو کې دې د ټېکسونو نظام د سيمي د زمکني حقيقتونو او اقتصادي حالاتو مطابق جوړ شي، څو سوداګري او صنعت وده وکړي. د ده په وينا، ګڼو سوداګرو په کروړونو روپۍ پانګونه کړې، خو د ترانسپورټ د لوړو لګښتونو له امله يې فېکټرۍ تړلې پرتې دي او د دوي توليدات د هېواد د نورو سيمو په پرتله په لوړه بيه بازار ته رسېږي.
علامه نورالحق قادري وويل، چې تنخواه داره طبقه له وړاندې انکم ټېکس ورکوي او د ورځني استعمال پر ګڼو شيانو هم له خلکو ټېکس اخيستل کېږي. هغه وويل، چې قبایلي ضلعې لا هم له بدحالۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ده هېڅکله د بجټ يا پارلمان په غونډو کې پر دغو سيمو د ټېکسونو د لګولو ملاتړ نه دی کړی.
هغه اعلان وکړ چې د قبایلي ولس او سوداګرو د روان احتجاجي تحريک بشپړ ملاتړ به کوي. نوموړي دا هم وويل چې درې مياشتې وړاندې يې په سنېټ کې د قبایلي ضلعو د ټېکسونو په اړه يو بل جمع کړی، خو تر اوسه ورته د هغه د وړاندې کولو فرصت نه دی برابر شوی.
غونډې ته پخواني وفاقي وزير حميدالله جان اپرېدي، يوسف اپرېدیي، شاه فيصل اپرېدي، شېرين اپرېدي، مجيب شينواري، هاشم اپرېدي او نورو ويناوالو هم خبرې وکړې.
ويناوالو وويل، چې د قبایلي ضلعو امنيتي، اقتصادي او ټولنيز حالت د ټولو مخې ته دی، خو له بده مرغه په مرکز کې ناست چارواکي د دغو سيمو ستونزې له پامه غورځوي. هغوي وويل، چې حکومت د قبایلي ولس د قربانيو يادونه خو کوي، خو عملي جبران يې نه کوي، چې له امله يې د محرومۍ احساس نور هم زياتېږي.
د ويناوالو په خبره، د قبایلي ضلعو د انضمام پر مهال له ولس سره شوې ژمنې، چې هر کال د ۱۱۰ اربه روپو پرمختيايي فنډ او په اېن اېف سي اېوارډ کې درې فيصده برخه پکې شامله وه، تر اوسه نه دي عملي شوي. هغوي وويل، چې د ایین له مخې د قبایلي ضلعو برخه ۶.۷ فيصده جوړېږي، خو دوي د درې فيصده برخې منلو ته هم تيار وو، خو هغه هم نه ده ورکړل شوې.
غونډې ته ويناوالو غوښتنه وکړه چې تر هر څه وړاندې دې قبایلي ضلعو ته د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په شان بنيادي اسانتياوې، پرمختيايي پروژې او اقتصادي مراعات ورکړل شي او له هغې وروسته دې د ټېکسونو د نافذولو پرېکړې وشي.
هغوي وويل، چې حکومت چرته خپل مفاد وويني، هلته پرېکړې زر کوي، خو د قبایلي ولس قانوني او اییني حقونه په دوامداره توګه له پامه غورځول کېږي. د دوي په وينا، که د درامداتو او برامداتو په نظام کې ستونزې موجودې وي، نو اړوندې ادارې دې هغه اصلاح کړي، نه دا چې پر قبایلي سوداګرو نور مالي بار واچوي.
ويناوالو د اېف بي ار پر کارکردګۍ هم سختې نيوکې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د ادارې د چارواکو بشپړ اډيټ او د هغوي د شتمنيو پلټنه دې وشي. د دوي په خبره، په هېواد کې ډېرې داسې شعبې شته چې له هغو څخه په سمه توګه ټېکس نه راټولېږي، خو د ټېکسونو زيات بار پر قبایلي سوداګرو اچول کېږي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو له وفاقي حکومته وغوښتل چې د قبایلي ضلعو اقتصادي حالت، وروسته پاتې والی او زمکني حقيقتونه په پام کې ونيسي او د ټېکسونو د نفاذ پرېکړه دې زر تر زره له سره وڅېړي. هغوي خبرداری ورکړ چې تر څو د قبایلي ولس غوښتنې نه وي منل شوې، د ټېکسونو پر ضد به خپله قانوني او جمهوري مبارزه روانه ساتي.


ابراهیم شینواری