د امریکا مرکزي پوځي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي دي چې په اردن کې پر امریکايي او د متحدو هېوادونو پر ځواکونو د ایران په توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي، یو بل ورک دی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
سېنټکام د جولایۍ په ۱۸مه، ویلي دي، چې دغه بریدونه ،د جولایۍ په ۱۷مه، د ایران د بالېسټیک توغندیو او ډرونونو په وسیله شوي وو. امریکايي چارواکو د برید د دقیق ځای، د وژل شویو پوځیانو د هویت او د ورک شوي پوځي په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي او ویلي یې دي چې لومړی به د هغوي کورنیو ته خبر ورکول کېږي.
د امریکا د پوځ د بیان له مخې، په برید کې یو شمېر نور پوځیان هم ټپیان شوي دي. څلور ټپیان د درملنې لپاره له سیمي روغتون ته وړل شوي وو، خو وروسته له روغتونه رخصت شوي دي. ځینو نورو پوځیانو هم سپک ټپونه اخیستي وو او په سیمه کې ورته طبي مرسته ورکړل شوې ده.
سېنټکام ویلي دي چې د ورک شوي پوځي د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي، خو د امنیتي او عملیاتي لاملونو له امله یې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.
ایراني ځواکونو ویلي دي چې په اردن کې یې امریکايي پوځي مرکزونه د بالېسټیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په ګډو بریدونو کې په نښه کړي دي. د ایران سپاه پاسداران دعوه کړې ده چې د بریدونو پر مهال امریکايي پوځي الوتکو او نورو پوځي تاسیساتو ته هم زیان اوښتی، دی خو د دغو دعوو خپلواکه پخلی نه دی شوی.
د اردن پوځ ویلي دي چې د هېواد دفاعي سیستمونو یو شمېر ایراني توغندي او ډرونونه شنډ کړي دي. د راپورونو له مخې، لږ تر لږه لس توغندي د اردن په هوايي حریم کې ویشتل شوي، خو ځیني توغندي د دفاعي سیستمونو له کمربنده تېر شوي او خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.
تر دې مخکې ایران په اردن کې د ازرق پوځي اډې پر امریکايي مرکزونو هم د ډرون بریدونو اعلان کړی و، خو هغه مهال د مرګ ژوبلې په اړه سمدستي معلومات نه وو ورکړل شوي.
د دوو امریکايي پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د امریکا پوځ پر ایران د هوايي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. امریکايي چارواکو ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې د ایران پوځي لوژستیکي مرکزونه، د څارنې او رادار وسایل، د توغندیو زېرمې او د هرمز تنګي ته څېرمه پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.
سېنټکام ویلي دي چې د امریکا عملیات د ولسمشر په امر ترسره کېږي او موخه یې د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې د امریکا ځواکونو، سیمه ییزو متحدانو او نړیوال سمندري تګ راتګ ته ګواښ پېښوي.
امریکايي پوځ ،همداراز، ویلي دي چې په منځني ختیځ کې تر ۵۰ زرو زیات امریکايي پوځیان ځای پر ځای دي او د سیمي د پوځي اډو، سمندري لارو او متحدو هېوادونو د دفاع لپاره عملیات کوي.
د راپورونو له مخې، په اردن کې د دوو پوځیانو له وژل کېدو سره د ایران او امریکا د روانې جګړې پر مهال د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی. په بېلابېلو بریدونو او پوځي پېښو کې تر ۴۲۰ زیات امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې امریکايي پوځیانو ته تر ټولو درنه مرګ ژوبله په کویت کې اوښتې وه، چې د ایران په یوه ډرون برید کې د امریکا د پوځ د لوژستیکي قطعې شپږ غړي وژل شوي وو. نور امریکايي پوځیان په سعودي عربستان، عراق او عربي سمندر کې په بریدونو او پوځي پېښو کې وژل شوي دي.
د اردن بریدونه په داسې وخت کې شوي دي چې د ایران او امریکا ترمنځ لنډمهالی اوربند مات شوی او دواړو هېوادونو یو ځل بیا بریدونه پراخ کړي دي. ایران په وروستیو ورځو کې په اردن، کویت او بحرین کې د امریکا پر پوځي او اړوندو مرکزونو د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي.
په کویت کې د اوبو د پاکولو او تېلو ځیني مهم تاسیسات هم زیانمن شوي، په داسې حال کې چې بحرین خپلو اوسېدونکو ته د توغندیزو او ډرون ګواښونو پر مهال د خوندي ځایونو ته د تګ خبرداری ورکړی دی.
بل لوري ته، امریکا پرله پسې څو شپې د ایران په بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي دي. د ایران د روغتیا وزارت ویلي دي، چې په امریکايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات نور ټپیان دي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی دی چې که امریکايي بریدونه دوام وکړي، نو د امریکا او د هغې د متحدانو پر مرکزونو به نور هم پراخ بریدونه وکړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې یوه مهمه برخه د هرمز تنګي د کنټرول او سمندري تګ راتګ پر سر ده. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه لار ده او هر ډول پوځي کړکېچ پکې پر نړیوالو بازارونو اغېز کولی شي.
امریکا ویلي دي چې د ایران پر بندرونو یې سمندري بندیز عملي کړی او د هغو بېړیو څارنه کوي چې ایراني بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي. ایران بیا خبرداری ورکړی دی چې د هرمز تنګي کنټرول یې سره کرښه ده او د امریکا د فشار پر وړاندې به مقاومت وکړي.
د جګړې د پراخېدو له امله د تېلو نړیوالې بیې هم لوړې شوې دي او د خلیجي هېوادونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو لورو له خوا پر دواړو خواوو د زغم او د جګړې د درولو غږونه شوي دي.
تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بندولو یا د نوي اوربند لپاره کومه څرګنده هوکړه نه ده شوې او وېره ده چې د اردن په برید کې د امریکايي پوځیانو وژل کېدل به په سیمه کې پوځي کړکېچ نور هم زیات کړي.


شال نیوز