د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن پوله، چې کلونه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوه مهمه دروازه وه، اوس د زرګونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د اوږدو قطارونو شاهد ده۔

 

په وروستیو میاشتو کې، دا بهیر په چټکۍ سره روان شوی، او د چارواکو په وینا، تر اوسه شاوخوا له شپږ لکو څخه زیات افغان کډوال د همدې لارې افغانستان ته ستانه شوي دي۔

 

له ښارونو تر سرحده: د نیول کېدو او انتقال بهیر

افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو ښارونو، لکه کراچۍ، لاهور او اسلام‌اباد، څخه تر نیول کېدو وروسته چمن ته راوړل کېږي۔
 

دلته، د قانوني مرحلو له بشپړېدو وروسته، هغوي د سرحد پر غاړه جوړ شوي “افغان هولډینګ کیمپ” ته لېږل کېږي۔

 

په دې کیمپ کې د نادرا له خوا د بایومیټریک ثبت ترسره کېږي، چې له مخې یې د هر کډوال هویت ثبتېږي او وروسته یې د بېرته ستنېدو پروسه بشپړېږي۔

 

هولډینګ کیمپ: لنډمهاله تمځای، اوږدې اندېښنې

سرحد ته نږدې جوړ شوي کیمپ کې خیمه‌ییزه بستی ولاړه ده، چرته چې کډوال د څو ساعتونو یا ورځو لپاره ساتل کېږي۔
 

که څه هم چارواکي وايي چې د خوراک، اوبو او روغتیایي اسانتیاوو بندوبست شوی، خو د ډېرو کډوالو لپاره دا یوازې د نامعلوم راتلونکي یوه لنډ تمځای دی۔

 

په کیمپ کې ښځینه او نارینه ډاکټران او طبي عمله شتون لري، چې هره ورځ د سلګونو کسانو معاینه کوي او درملنه یې کوي، او یوازې له روغتیايي ارزونې وروسته هغوي افغانستان ته لېږل کېږي۔

 

شمېرې او حقیقتونه

د پاکستان د نفوزو د ثبت ادارې ،نادرا، د معلوماتو له مخې، تر دې دمه له شپږ لکو څخه زیات افغان کډوال د چمن بارډر له لارې بېرته ستانه شوي دي۔
 

چارواکي وايي چې دا بهیر لا هم دوام لري، او تمه ده چې نور زرګونه کسان به هم په راتلونکو اونیو کې بېرته واستول شي۔

 

سخت دریځ: عملیات لا هم روان دي

په ورته وخت کې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د هغو افغان کډوالو پر ضد چې تر اوسه په خپله خوښه نه دي ستانه شوي، د نیولو عملیات نور هم تیز شوي دي۔
 

چارواکي وايي چې دا اقدامات د حکومتي پالیسۍ برخه ده، او هدف یې د غیرقانوني استوګنې مخنیوی دی۔

 

انساني اړخ: د بېرته تګ تر شا کیسي

د دې شمېرې تر شا زرګونه انساني کیسي پرتې دي، هغه کورنۍ چې کلونه یې په پاکستان کې ژوند کړی، ماشومان چې دلته لوی شوي، او اوس د یو داسې هېواد پر لور ستنېږي چې ډېر یې یوازې په نوم پېژني۔

 

د چمن په دې پوله، هره ورځ نه یوازې خلک تېرېږي، بلکې د ژوند یو فصل تړل کېږي، او بل، نامعلوم فصل پیل کېږي۔