د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست او د ننګرهار پخواني والي، شاه محمود میاخېل، ویلي دي چې د طالبانو د لومړني ملاتړ موده پای ته رسېدونکې ده او د دوي پر وړاندې د خلکو نارضایتي ورځ تر بلې زیاتېږي.
میاخېل ،د جولایۍ په ۱۸مه، په خپلې اېکس پاڼه خپور کړي پیغام کې ویلي دي، چې طالبان لا هم له ولسي او نړیوال مشروعیت څخه بې برخې دي، سیاسي انزوا یې ژوره شوې، بېوزلي پراخه شوې او د افغانانو نارضایتي مخ په زیاتېدو ده.
هغه ویلي دي، چې د خلکو نارضایتي داسې پړاو ته رسېدلې ده چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، ښیي د یوې ناڅاپي چاودنې په څېر پراخې او درنې پایلې ولري. میاخېل د طالبانو اوسنی وضعیت د بخار له دیګ سره تشبیه کړی او لیکلي یې دي: “کله چې د بخار د وتلو لارې بندې شي، دیګ پخپله چاودنه کوي.”
د هغه په وینا، که داسې یو حالت رامنځته شي، د افغانستان بیا رغونه به لسیزې وخت وغواړي او هېواد به له نویو ستونزو سره مخ شي. نوموړي د طالبانو پر مشرتابه هم نیوکه کړې او په طنزي ډول یې لیکلي چې د دوي مشرتابه د ملا نصرالدین د هغې کیسې په څېر ده چې “پر خره سرچپه سپور دی او د نامعلوم لوري پر خوا روان دی.”
طالبانو تر اوسه د شاه محمود میاخېل د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز