د ایټالیا سپریم کورټ ،د جولایۍ په ۱۷مه، د پاکستانۍ الاصله اتلس کلنې ،سمن عباس، د وژنې په قضیه کې د هغې د مور، پلار او د کورنۍ د درېیو نورو غړو سزاګانې برقرارې ساتلې دي. سپریم کورټ د تورنو د بیاکتنې غوښتنې رد کړې او له دې سره د هغوي سزاوې وروستۍ او نه بدلېدونکې شوې.

 

سمن عباس، چې د پاکستان د پنجاب صوبې اوسېدونکې وه، له خپلې کورنۍ سره د ایټالیا د ریجیو ایمیلیا د نووېلارا په ښار کې اوسېده. د پلټنو له مخې، نوموړې د خپلې کورنۍ له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی و چې غوښتل یې له خپل یوه خپلوان سره یې په زور واده وکړي. پلټونکي وایي، همدا مخالفت د هغې د وژنې اصلي لامل و.

 

سمن عباس د ۲۰۲۱م کال د مې په لومړۍ نېټه ورکه شوه. د هغې مړی نږدې یو نیم کال وروسته د نووېلارا ښار ته نږدې په یوه پرېښودل شوي فارم کې تر خاورو لاندې وموندل شو. د عدلي پلټنو له مخې، نوموړې تر وژل کېدو وروسته په پټه خاورو ته سپارل شوې وه.

 

د ایټالیا سپریم کورټ د سمن د پلار شبار عباس، مور نازیه شاهین او د هغې د دوو تره زامنو، اعجاز اکرم او نعمان الحق، د عمر بند سزاګانې پر ځای وساتلې. همدارنګه د هغې د تره، دانش حسنین، د ۲۲م کلونو بند سزا هم برقرار پاتې شوه.

 

د پلټنو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د سمن مور او پلار پاکستان ته تللي وو، خو وروسته ونیول شول او د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته ایټالیا ته وسپارل شول، چې هلته د هغوي د قضیې اورېدنه وشوه.

 

د سمن عباس قضیه په ایټالیا او اروپا کې د ناموس په نوم د وژنو او جبري ودونو له تر ټولو مشهورو قضیو څخه ګڼل کېږي. د ښځو د حقونو ملاتړو د سپریم کورټ وروستۍ پرېکړه د عدالت د ټینګښت لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې هېڅ دود، رواج او یا کلتوري پلمه د داسې وژنو توجیه نه شي کېدی.