د لکي مروت پولیسو دعوی کوي، چی د بنو سره نږدې د اخوندان په ځنګلونو کې یې د پټو معلوماتو پر اساس هدفي عملیات ترسره کړي دي. د پولیس په وینا، د وسلوالو سره د دوي نښته شوې ده، او د ډزو په تبادله کې دا مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي دي، چې د نښتې نه پس، وسلوالو د شپې خپل ټپیان له ځان سره وړي دي.
په وژل شویو کې يو اهم کمانډر هم شامل دی، چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو او نورو پېښو کې مطلوب و.
پولیسو د وژل شوي سرتیري شناخت د عتیق الرحمن په نامه کړی دی.
پولیس وايي چې سیمه کې د ترهګرۍ پرضد د پولیسو او ادارې له خوا ګډ عملیات روان دي.
تر اوسه وسلوالو د لکي مروت پولیسو د دې دعوې په اړه څه ندي ویلي.

غلام اکبر مروت