عمر وزير
د بنو امن جرګې له خوا په بېلابېلو بازارونو کې د سپینو بیرغونو سره یو امن مارچ ترسره شو. په دې مارچ کې د بنو بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو په لوی شمېر کې ګډون کړی و.
د امن مارچ مشرانو وویل چې په بنو کې بدامني او د ترهګرۍ پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي، او خلک له خپلو کورونو او بازارونو څخه تښتول کېږي. هغوی زیاته کړه چې حکومت او ضلعي اداره په دې حالاتو د کنټرول په راوستلو کې پاتې راغلي دي، او په بېلابېلو ځایونو کې سړکونه هم تړل شوي دي.
دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د بدامنۍ او روانې ترهګرۍ د ختمولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي او تړل شوي سړکونه دې بېرته پرانیزي.
دوی دا هم وویل چې د اپرېل په دویمه نېټه به بله قومي جرګه رابلل شي، چې پکې به د راتلونکې تګلارې لپاره سلا مشورې کولې شي۔
ددې وړاندې هم بنو ډويژن کې وخت په وخت د امن ټینګښت لپاره امن جرګې او پاڅونونه ترسره شوي دي۔

شال نیوز