اسلام‌اباد/تهران (شال نیوز): د هغو هڅو سره ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو د دوهم پړاو لپاره ښودلې وې، د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران دا مهال اسلام‌اباد ته د کوم مذاکره کوونکي پلاوي د لېږلو پرېکړه نه ده کړې.

 

د ایران شرط او سمندري کلابندي
د ایران د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې تر هغو به د خبرو لپاره کوم استازی ونه لېږدوي چې د امریکا لخوا پر ایراني بندرونو لګول شوې سمندري کلابندي په بشپړ ډول پای ته نه وي رسېدلې.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا کلابندي د اوربند د شرایطو ښکاره سرغړونه ده او دوي به د فشار لاندې مذاکراتو ته غاړه کېنږدي.

 

په اسلام‌اباد کې امنیتي تدابیر او رخصتۍ
که څه هم ایران د پلاوي له لېږلو انکار کړی، خو په اسلام‌اباد کې د احتمالي مذاکراتو لپاره چمتووالی په لوړه کچه نیول شوی دی او په پلازمېنه کې لاندې اقدامات شوي دي.

 

د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون اعلان کړی دی چې له سبا څخه به ټولې درسي چارې د روانې میاشتې تر پایه آنلاین وي، همدارنګه په اسلام‌اباد کې د جرمني او اسټرالیا سفارتونو اعلان کړی دی چې د سړکونو د بندېدو او امنیتي اندېښنو له امله به خپل دفترونه د څو ورځو لپاره وتړي. له بل لورې په ښار کې پر درنو وسایطو او عامه ترانسپورټ هم محدودیتونه لګول شوي دي.

 

د ټرمپ ګواښ او د اوربند برخلیک
ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي وو چې امریکايي پلاوی اسلام‌اباد ته روان دی او ایران ته یې خبرداری ورکړی و چې که د دوي وړاندیز ونه مني نو سخت نظامي بریدونه به پرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل په ۲۲مه د روان اوربند نېټه پای ته رسیږي او د ترکیې په ګډون د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې دا اوربند وغځول شي.

 

د پاکستان رول او منځګړیتوب
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل ایراني سیال سره په اړیکه کې پر دې ټینګار کړی دی چې یوازې د خبرو له لارې اوسنی کړکېچ هوارېدای شي. پاکستان هڅه کوي چې دواړه لوري یو ځل بیا د خبرو میز ته راولي، ترڅو په سیمه کې د یوې بلې جګړې مخه ونیول شي. خو د ایران تازه دریځ ښيي چې د هرمز تنګي او سمندري کلابندۍ ستونزه لا هم د هوکړې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.