د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ،سرګي لاوروف، د ترهګرۍ په اړه په یوې سیمه ییزې غونډه کې ویلي دي، چې ترهګري لا هم د نړیوالې سولې او ثبات لپاره له ترټولو جدي ننګونو څخه یوه ده.
هغه زیاته کړه چې داعش خراسان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی؛ داسې ډله چې د هغه په وینا، هڅه کوي افغانستان د خپلو فعالیتونو د پراخولو او په راتلونکي کې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره وکاروي.
لاوروف په دې غونډه کې، چې ،د جولایۍ په ۱۵مه، په منځنۍ اسیا کې ترهګرو ته د وسلو د لېږد د مخنیوي په اړه جوړه شوې وه، وویل: "موږ په ټینګه باور لرو چې د ترهګریزو ګواښونو ماهیت دا ایجابوي چې ټول هېوادونه خپلې هڅې، له پټو اجنډاوو او دوه ګونو معیارونو پرته، سره یو موټی کړي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد نړیواله همکاري نن تر ډېره د ځینو لوېدیځو هېوادونو د ویجاړوونکو سیاستونو یرغمل شوې ده.
هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو د وړتیاوو زیاتوالی د دې له امله دی چې هغوي نږدې په ازاد ډول پرمختللو او عصري وسلو، بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او نورو پوځي او دوه ګونې کارونې تجهیزاتو ته لاسرسی لري چې د جګړو له سیمو څخه د هغوي لاس ته ورځي.
لاوروف زیاته کړه چې په دې توګه هغه وسلې او مهمات چې لوېدیځ هېوادونه اوکراین ته لېږي، د ترهګرو او افراطي ډلو لاس ته هم ور رسېږي. هغه ټینګار وکړ چې روسیه د منځنۍ اسیا له ثبات او امنیت، دوامدار پرمختګ او د دې سیمي له هوساینې سره ژوره لېوالتیا لري.


شال نیوز