د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د واشنګټن یو لوړپوړی پلاوی د ایران سره د مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره د پاکستان پلازمیني اسلام‌اباد ته روان دی.

 

د راپورونو له مخې، دا پلاوی به د دوشنبې په ماښام اسلام‌اباد ته ورسېږي ترڅو د هغو کړکېچونو د هوارولو هڅه وکړي چې سیمه یې د یوې لويې جګړې په درشل کې درولې ده.

 

د ټرمپ سخت پیغام او عادلانه وړاندیز
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ،ټروت سوشل، لیکلي دي چې امریکا تهران ته یو خورا عادلانه او معقول وړاندیز کړی دی خو نوموړي په خپل ځانګړي انداز کې ایران ته سخت ګواښ هم کړی او ویلي یې دي چې که هغوي دا وړاندیز ونه مني، نو امریکا به په ایران کې هر برېښناکوټ او هر پول له منځه یوسي.

 

ټرمپ زیاته کړه، چې دا د ایران د وژونکي ماشین د درولو وخت دی او که هوکړه وشي، ممکن پخپله هم د لاسلیک لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

 

د خبرو لومړی پړاو او د پاکستان منځګړیتوب
د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ خبرو لومړی تاریخي پړاو د اپرېل په ۱۱مه او ۱۲مه په اسلام‌اباد کې ترسره شو که څه هم هغه وخت کومه وروستۍ پایله ترلاسه نه شوه، خو خبرې اترې په بشپړ ډول ونه شلیدې. دا مذاکرات د هغه دوه اوونییز اوربند په لړ کې کېږي چې د پاکستان په هڅو رامنځته شوی او د اپرېل په ۲۲مه پای ته رسېږي. دا اوربند د فبرورۍ د ۲۸مې نیټې د هغو بریدونو وروسته نافذ شو چې پر ایران د امریکا او اسراییلو لخوا شوي وو.

 

د هرمز تنګي بحران او اقتصادي اغېزې
د خبرو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د هرمز تنګي تړل کېدل دي. ایران د شنبې په ورځ یو ځل بیا دا ستراتیژیکه لاره وتړله او اعلان یې وکړ چې تر هغو به یې نه پرانیزي، تر څو چې امریکا د ایران پر بندرونو سمندري کلابندي ختمه نه کړي.

 

د دې لارې تړل کېدو له امله په سلګونو بېړۍ په خلیج کې بندې پاتې دي او په نړیوال مارکېټ کې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا لخوا د دوي د بندرونو کلابندي یو جنګي جرم دی.

 

ډیپلوماټیکې هڅې او د پاکستان رول
پاکستان په دې حساس وخت کې د یو مهم منځګړي په توګه کار کوي. نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د ستونزو د هوارولو یوازنۍ لار ډیالوګ دی تمه ده چې نن ناوخته به د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم په دې اړه ټیلیفوني خبرې وکړي.

 

د ایران دریځ
که څه هم ایران تایید کړې ده چې د امریکا نوي وړاندیزونه یې ترلاسه کړي او تر ارزونې لاندې دي، خو د ایران د ملي امنیت شورا خبرداری ورکړی چې دوي به د خپلو ملي ګټو په سر کوچنی جوړجاړی یا نرمښت هم ونه ښيي.

 

د ایران پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ویلي، چې پرمختګ شوی، خو لا هم تر وروستۍ هوکړې پورې اوږده لاره پاتې ده.

 

اوس د ټولې نړۍ سترګې اسلام‌اباد ته کږې دي، چې ایا د سبا ورځې مذاکرات به وکولای شي سیمه له یوې احتمالي ویجاړونکې جګړې وژغوري او که نه.