د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، ویلي دي، چې په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره باید ټولو نجونو او هلکانو ته د عمومي زده کړو زمینه برابره شي.
کرزي ،د جولایۍ په ۱۵مه، پر خپلې اېکس پاڼې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وروستي راپور ته په اشارې وویل، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
هغه د ماشومانو روغتیا د هېواد د راتلونکي او بشري پانګې بنسټ وباله او له کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د دې ګواښ د مخنیوي او د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو لپاره جدي او هر اړخیز اقدامات وکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د کمولو لپاره زده کړې مهم رول لري او باید د نجونو او هلکانو پر وړاندې د عمومي زده کړو دروازې پرانېستې وي.
کرزي ویلي، د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې سره به د بې سوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمې شي، اقتصادي وضعیت به ښه شي او هېواد به په تدریجي ډول وکولی شي خپلې اړتیاوې له بهرنیو مرستو پرته هم پوره کړي.


شال نیوز