د شانګلې ضلعې په سرکول سیمه کې د غیرمعیاري او خرابو لارو له امله په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه پنځه لویې ټرافيکي پېښې رامنځته شوې دي، چې د سیمي د اوسېدونکو او ټولنیزو فعالانو سختې اندېښنې یې راپارولې دي.
ځايي خلک او ټولنیز فعال عرفان خان وايي چې په سیمه کې ډېر جوړ شوي سړکونه، چې د 'لنک روډونو' په نوم یادیږي، نه کومه منظمه انجينري نقشه لري او نه هم د اړوندو ادارو له خوا په قانوني ډول منظور شوي دي.
د دوي په وینا، دا لارې ډېر وخت یوازې د ټاکنو پر مهال د سیاسي ګټو لپاره په نيمه خوا ډول جوړېږي، چې وروسته بیا د لږ باران او وخت په تېرېدو سره په مرګونو لومو بدلېږي.
د ۳۶ زره نفوس لرونکې دا سیمه داسې مهال له بنسټیزو اسانتیاوو لکه پاخه سړکونه، پاکې اوبه او روغتیايي خدمتونو محرومه ده، چې د سیمي استازي په تېرو ۲۵ کلونو کې په قامي او صوبایي اسمبلۍ کې د پام وړ نفوذ درلودلی دی.
ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې د دوي د آیني حقونو لپاره پورته کېدونکی غږ د مقتدرو حلقو له خوا د خاموشه کولو له هڅو سره مخ کېږي. د سیمي خلکو یو ځل بیا له حکومته غوښتنه کړې چې د نورو انساني زیانونو د مخنیوي لپاره دې سمدستي په سیمه کې د سړکونو د پخولو او بنسټیزو پروژو کار پېل کړي.

عرفان حسین علي