امریکا د ایران پر ضد خپل پوځي عملیات نور هم پراخ کړي او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې ،د جولایۍ پر ۱۴مه، یې د ایران پر بېلابېلو پوځي هدفونو د هوايي بریدونو نوې لړۍ پېل کړې ده.

 

د امریکا په وینا، دغه بریدونه د هغو ایراني پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره ترسره شوي دي چې د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو پر ضد کارول کېږي. ورسره هممهاله امریکا د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو سمندري محاصره هم بېرته نافذه کړې ده.

 

سېنټکام ویلي دي، چې دا عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوي او هدف یې د نړیوالو سمندري لارو خوندي ساتل او پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو مخنیوی دی. د امریکا د ختیځ وخت له مخې بریدونه د ماسپښین په درې بجې پېل شوي، چې د پاکستان پر وخت ،د جولایۍ د ۱۵مې، نېټې د شپې ۱۲:۰۰ بجې او د ایران پر وخت ۱۲:۳۰ بجې جوړېږي. سمندري محاصره بیا یو ساعت وروسته عملي شوې ده.

 

بل لور ته، ایران د امریکا وروستي بریدونه د خپل ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. ایراني چارواکو ویلي، د ایران د بندرونو محاصره یو “د جګړې اقدام” دی او تهران به د خپل هېواد د دفاع لپاره “پر وخت او متناسب غبرګون” وښيي. ایران ټینګار کړی چې د هرمز تنګي امنیت باید د سیمي د هېوادونو له خوا تأمین شي، نه د بهرنیو ځواکونو له لوري.

 

پاکستان بیا د وروستي پوځي کړکېچ په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ پر ټولو خواوو غږ کړی دی چې زغم وښيي او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي. اسلام‌ اباد یو ځل بیا ټینګار کړی چې د روان کړکېچ یوازینۍ حل‌ لاره خبرې اترې، ډیپلوماسي او د سیمي د سولې او ثبات ساتل دي. پاکستان په وروستیو اونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ملاتړ هم کړی دی.

 

د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو بریدونو او متقابلو ګواښونو له امله په منځني ختیځ کې د جګړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي. شنونکي وایي، که دواړه لوري خپل پوځي اقدامات دوامدار وساتي، نو دا وضعیت نه یوازې د سیمي امنیت، بلکې د نړیوالې انرژۍ بازار او د هرمز تنګي له لارې نړیواله سوداګري هم له جدي خطر سره مخ کولی شي.