نن د باجوړ د خار تحصیل په باجوړ سپورټس کمپلېکس کی یو مهمه امن جرګه شوې ده۔ پہ جرګه کی قبایلي مشران، د سیاسي ګوندونو استازي او د سیمي ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی دی۔
دغه جرګه له هغې وروسته راغوښتل شوې وه چې د لوي سم په سیمه کی د وروستیو نښتو پر مهال یو نهه کلن ماشوم وژل شوی، چې له امله یې په سیمه کی سخت غبرګونونه راپورته شوي دي۔
د جرګې ګډونوالو د امنیتي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د عامو خلکو ژوند او مال دې خوندي کړی شي۔ د دوي په وینا، روان حالات د زغملو نه دي او د مخنیوي لپاره یې بیړني او عملي ګامونه اړین دي۔

د جرګې د اعلامیې تر مخه، په سمسئ او ماموند سیمو کی روان عملیات غیر ضروري او د پوښتنې وړ بلل شوي دي او له حکومته غوښتنه شوې ده چې دا دې سمدستي بند کړی شي۔ مشران وايي، د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو سره بدسلوکي او ځورونه د اندېښنې وړ ده۔
همداراز، جرګې د وژل شوي ماشوم او نورو متاثره کسانو لپاره د شهدا پېکېج غوښتنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې د پېښې شفافې پلټنې دې وشي او له متاثره کورنۍ سره دې ننواتی وشي۔
ګډونوالو په ځینو سیمو کی د لوټ مار په تورونو هم سخت غبرګون ښودلی او د ذمه وارو پرضد یې د قانوني کاروایۍ غوښتنه کړې ده۔
په اعلامیه کی د غیر ریاستي وسلوالو ډلو د ختمولو غوښتنه هم شوې او خبرداری ورکړل شوی دی چې که دا ستونزه هواره نه شي، د اولس اعتماد به نور هم زیانمن شي۔
د جرګې په پای کی پرېکړه وشوه چې د راتلونکو ګامونو لپاره به نورې مشورې کېږي، او که غوښتنې ونه منل شوې نو په اسلاماباد کې د احتجاج امکان هم شته۔
ځايي خلکو هیله څرګنده کړې ده چې دا جرګه به په سیمه کی د امن د بحالۍ لپاره یو مهم ګام ثابت شي.

حسبان الله باجوړې