د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د غوربند درې د فرنجل په سیمه کې د «کافر کلا» په نوم یو لرغونی تاریخي ځای، چې شاوخوا ۳۰۰ کاله له میلاد مخکې دورې ته منسوب دی، د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د تاریخي اثارو په ملي معلوماتي بانک کې ثبت او راجستر شوی دی.
د وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۱۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ځایونو د ثبت د پروګرام په ترڅ کې دغه لرغونې کلا په رسمي توګه ثبت کړې ده، څو د ساتنې او راتلونکو لرغون پېژندنیزو څېړنو لپاره قانوني بنسټ برابر شي.
د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ویلي دي، چې «کافر کلا» پر یوه لوړه غونډۍ او مهم ستراتیژیک ځای جوړه شوې ده. د هغه په وینا، په دې کلا کې د څارنې څو برجونه، یو لوي مرکزي ور او لوړ دفاعي دېوالونه شته، چې ښيي په پخوانیو وختونو کې د پوځي او دفاعي موخو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

چارواکو ویلي دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي اثارو او لرغونو ځایونو د ساتنې په اړه د امیرالمؤمنین د حکم د عملي کولو لپاره ژمن دی او هغو تاریخي ځایونو ته چې بیارغونې او ترمیم ته اړتیا لري، د ساتنې او رغونې هڅې به هم دوام ولري.
د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له سیمه ییزو اوسېدونکو غوښتي چې د تاریخي اثارو د ثبت، ساتنې او خوندي کولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
د سیمي د اوسېدونکو په وینا، د «کافر کلا» د شمال لور ته د «بودا کلي» په نوم یو بل لرغونی تاریخي ځای هم شته، چې د لرغون پېژندنې له پلوه ځانګړی ارزښت لري او د لا ډېرو څېړنو غوښتنه کوي.


شال نیوز