په کوهاټ کې د ژغورنې اداري، ريسکيو ۱۱۲۲، وياند جواد آفريدی وایي چې د ګمبټ تحصيل ۱۳ کلن غريب او ۱۰ کلن عليان، د اباسين سکول سره نزدي، د اوبو تالاو کې ډوب شوي وو۔
د دواړه ماشومانو مړي د اپرېل په ۱۸مه د ريسکيو ۱۱۲۲ کارمندانو او ځايي تنانو تالاب څخه راويستي دي۔ تر دا مهال د دوي په اوبو کې د ډوبيدو په اړه تفصيل نه دی معلوم شوی.
دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې په خېبرپښتونخوا کې د مارچ د ۲۵م راهیسي د روانو بارانونو له امله په سيندونو او تالاونو کې د اوبو کچه سيوا شوې ده او اکثره ورته حفاظتي حصارونه نه وي۔

شال نیوز