له هند څخه راغلي سکھ زيارت کوونکي، چې د بيساکي مذهبي مراسمو لپاره پاکستان ته تللي وو، د خپل يو اوونيز سفر له پای ته رسېدو وروسته نن د واګه پولي له لارې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
چارواکي وايي، شاوخوا ۲،۲۳۸ سکھ زيارت کوونکي د اپرېل پر ۱۰مه پاکستان ته رسېدلي وو. په داسې حال کې چې نږدې ۲،۸۰۰ ويزي ورکړل شوې وې، خو شاوخوا ۶۰۰ تنه د بېلابېلو لاملونو له کبله سفر ته ونه رسېدل.
د پنجاب صوبایي حکومت د زيارت کوونکو په درناوي په حضوري باغ کې يو کلتوري ماښام هم جوړ کړ، چې پکې دوديزي نندارې، موسيقي او د ‘بهنګړې’ نڅاوې ترسره شوې. ګډونوالو دا پروګرام د خوښۍ او يووالي څرګندونه وبلله.
زيارت کوونکو د لاهور په ګوردواره سري دېرا صاحب کې مذهبي مراسم ترسره کړل او د سيمي د سولې او د پاکستان او هند ترمنځ د ښو اړيکو لپاره يې دعاوې وکړې.
د سفر پر مهال، دوي د لاهور قلعه، زاړه ښار او نورو تاريخي ځايونو ليدنه هم وکړه. يو شمېر زيارت کوونکو رسنيو ته وويل چې مذهبي ځايونه خوندي، پاک او ښه ساتل شوي دي.
پاکستاني چارواکو دا سفر د مذهبونو ترمنځ د همغږۍ او مېلمه پالنې يوه بېلګه وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې دا ډول تبادلې به د خلکو ترمنځ باور نور هم پياوړی کړي.

شال نیوز