په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، وایي چې په افغانستان کې جنايي جرمونه زیات شوي او ټینګار کوي چې یوازې د جګړو پای ته رسېدل د امنیت مانا نه لري.

 

فایق ،د جولایۍ په ۱۳مه، پر خپلې اېکس ‌پاڼې خپاره کړي پیغام کې ویلي دي، چې رښتینی امنیت هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک د قانون تر سیوري لاندې، له وېرې او تاوتریخوالي پرته، عادي ژوند وکړی شي.


 



هغه ویلي دي، چې افغانستان اوس له داسې امنیت څخه بې‌ برخې دی او د دې وضعیت تر ټولو ستر زیان ښځو، ماشومانو او نورو بې‌ وسه وګړو ته رسېدلی دی.

 

د هغه په وینا، د مرموزو وژنو، جنسي تېریو، انسان‌ تښتونو، خپلسرو اعدامونو، جبري ودونو او نورو جنايي جرمونو د پېښو زیاتوالی د قانون د حاکمیت نشتوالي، د عدلي او قضایي نظام د کمزورۍ او د معافیت د فرهنګ د پراخېدو مستقیمه پایله ده.

 

فایق زیاته کړې چې رښتینی امنیت یوازې د جګړو په نه شتون نه ټینګېږي، بلکې هغه وخت رامنځته کېږي چې هر وګړی د قانون، عدالت او حساب‌ ورکونې تر چتر لاندې د وژنې، جنسي تېري، انسان‌ تښتونې او هر ډول تاوتریخوالي له وېرې پرته ژوند وکړی شي.

 

طالبانو تر اوسه د نصیر احمد فایق د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.