د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې په یو مشهور نايټ کلب کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې د ۲۲ کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او وېره شته چې د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

 

چارواکي وايي، اور ،د جولایۍ د ۱۲مې او ۱۳مې، ترمنځ شپه د بنکاک د چاتوچاک ولسوالۍ په «رونګ بیر نا لات فراو» نايټ کلب کې ولګېد. د ژغورنې ډلې په وینا، د اور لمبې او لوګي په څو شېبو کې ټول تالار ونیو او د کلب دننه د خلکو د تېښتې هڅې له ګډوډۍ سره مخ شوې.

 

د عیني شاهدانو په وینا، لومړی د سټېج ترڅنګ له برېښنايي تجهیزاتو لوګی پورته شو، وروسته چاودنه وشوه او برېښنا پرې شوه. له دې وروسته اور په چټکۍ خپور شو او ګڼ کسان د وتلو پر ځای د ودانۍ شا ته د تشنابونو پر لور ولاړل، چې هلته بند پاتې شول.

 

د تایلنډ لومړي وزیر، چې د پېښې ځای ته ورغلی و، ویلي دي چې د ژغورل شویو کسانو د څرګندونو له مخې په ودانۍ کې د اور پر مهال د خوندي وتلو مناسبې لارې نه وې. د اور وژنې او پولیسو چارواکي دا هم څېړي چې ایا د بیړنیو وتلو لارې بندې وې، د ودانۍ دننه د اور اخیستونکو مواد کارول شوي وو او که د خوندیتوب مقررات په سمه توګه عملي شوي وو.

 

د لومړنیو څېړنو له مخې، ښیي اور د هوا سړوونکي د برېښنايي سیستم د تخنیکي ستونزې له امله پېل شوی وي، خو چارواکو ویلي دي چې د اور اصلي لامل به د بشپړو پلټنو له پای ته رسېدو وروسته اعلان کړي.

 

د پېښې له وروسته د قربانیانو د پېژندنې، د ټپیانو د درملنې او د پېښې د ټولو اړخونو د څېړنې چارې روانې دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې د سختو ټپیانو د وضعیت له امله د مړو شمېر د لوړېدو امکان هم شته.