اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د امريکي او ايران ترمنځ د ممکنه خبرو لپاره ډېر سخت امنیتي تدابیر نیول  شوي دي.

 

چارواکي وايي چې د ۱۰ زرو نه زيات پوليس او د نورو ادارو سرتيري په دنده لګولی شوي دي چې د بهرني پلاوو امنیت يقيني کړي.

 

د معلوماتو لمخې، شاوخوا ۴۰۰ ‘ايلیټ کمانډوز’ هم ځی پر ځای ګړل شوي دي، چې پکې ۱۰۰ سنايپران هم شامل دي. دا سنايپران به د ودانو په چتونو ناست وي او د زمکني ځواکونو سره به مسلسل رابطه کې اوسي.

 

دا اممیتي تیارۍ د اپرېل ۱۸مې شپې نه پېل شوي دي، ځکه چې هیله ده، بهرني پلاوي به د چکلاله نور خان هوايي ډګر ته راورسي او بيا به اسلام‌اباد ته منتقل شي.

 

په لومړي نوبت کې به شاوخوا ۳۶۰۰ پوليس سرتیري دنده ترسره کوي، او دويم پړاو کې به نور ۳۵۰۰ سرتیري موجود وي. د دې نه علاوه، د پنجاب هاي‌ وی پټرول او ډالفن ځواکونه هم په امنیت نافذولو کې برخه اخلي.

 

د ښار مهم سړکونه، په ځانګړي توګه د چوهان څلور لارې نه تر کورال څلورلارې پورې، بند کړی شوي دي او هلته سخته تالاشي روانه ده. پوليس او د امنیت نورې ادارې د “سېف سټي” کېمرو په ذريعه ۲۴ ساعته څارنه کوي.

 

بلخوا، د امريکي او ايران ‘اېډوانس سيکيورټي’ ټيمونو هم نن اسلام‌اباد ته د راتلو امکان دی چې د راتلونکو خبرو لپاره انتظامات مکمل کړي. تر دې دمه د خبرو باقاعده نېټه نه ده اعلان شوې.

 

انتظاميې د هوټلونو، مېلمستونونو او هاسټلونو نه هم غوښتي چې تر بل حکم پورې خپل ځايونه بند کړي. د دې تر څنګ، امکان دی چې د حساس سيمو سره نزدې مدرسې هم عارضي توګه بندې کړل شي.

 

رېډ زون ته ټولې لارې بندې دي، صرف مرګله روډ د سرکاري ګاډو لپاره خلاص دی. د ټريفک لپاره بديلي لارې مقرر کړی شوي دي، او امکان دی چې د خبرو په موقع ښار کې مقامي رخصتي هم اعلان شي.

 

چارواکي وايي که ضرورت پېښ شو، نو نور فورس به هم راوغوښتل شي چې سيکيورټي سل په سله يقيني شي.