راپور | حبيب مسافر | کابل

 

نړيوال بینک په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې هند د افغانستان د صادراتو تر ټولو لویه منډۍ ګرځېدلې ده او د افغانستان صادرات په ډېر شمېر د همدې هېواد پر لور روان دي.

 

د کابل د بی این اے خبري اژانس د وينا مطابق، د مالي کال ۲۰۲۵ د لومړیو ۱۱ میاشتو په دوران کې افغانستان د خپلو ټولو صادراتو شاوخوا ۴۳ اعشاریه ۹ سلنه برخه هند ته لېږلې ده، چې دا په سیمه کې د سوداګرۍ د یو نوي رجحان څرګندونه کوي. د دې بدلون یوه مهمه وجه دا ده چې افغان محصولات اوس د هوايي دهليزونو او بدیلو تجارتي لارو په اسانه توګه هند ته رسېږي.

 

د ورکړل شویو معلوماتو لمخې، له هند وروسته پاکستان د ۲۳ اعشاریه ۷ سلنه په تناسب د افغان صادراتو دویم لوي اخيستونکی هېواد دی، البته دا هغه وخت و چې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ سوداګري لا نه وه بنده شوې. له پاکستان وروسته ازبکستان د ۷ اعشاریه ۸ او متحده عرب امارات د ۶ سلنه په تناسب سره د افغانستان نور مهم برآمداتي منزلونه بلل شوي دي.

 

په راپور کې د وارداتو په برخه کې هم مهمې شمېرې راغلې دي چې له مخې یې ایران د افغانستان تر ټولو لوي تجارتي شریک پاتې شوی دی چې د هېواد په ټول واردات کې ۳۱ اعشاریه ۱ سلنه برخه جوړوي. له ایران وروسته متحده عرب امارات له ۱۸ اعشاریه ۱، چین له ۸ اعشاریه ۳ او پاکستان له ۸ اعشاریه ۱ سلنه سره د افغانستان د وارداتو په لړ کې شامل دي. دا ټول معلومات د هاغه وخت دي چې د سیمي ګاونډي هېوادونو ترمنځ تجارت د جنګ لامله په پوره ډول نه و اغېزمن شوی.

 

د ورکړل شویو شمېرو په اساس، افغانستان د کال ۲۰۲۵ په ۱۱ میاشتو کې ټول ټال ۱۲۴ میلیونه ډالر (شاوخوا ۷ اعشاریه ۹ میلیارده افغانۍ) صادرات ترسره کړي دي، په داسې حال کې چې یوازې د فبرورۍ میاشت کې د وارداتو کچه ۱ اعشاریه ۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله د ۵ فیصده زیاتوالی ښيي. اقتصادي شنونکي دا زیاتوالی د افغانستان د سوداګرۍ د بیا راژوندي کېدو یوه نښه ګڼي او وايي چې دا کار د هېواد د داخلي صنعتونو، کرنیزو محصولاتو او کانونو د پراختیا سره مستقیمه اړیکه لري.

 

د کارپوهانو په وینا، د هند سره د هوايي دهلېزونو فعاله کېدل د افغانستان لپاره یو ستر بدلون دی، ځکه اوس سوداګریز توکي د پاکستان د ځمکنیو لارو د بندېدو پر وخت هم په اسانه لېږدول کېږي. خو افغانستان بايد د تجارت په لړ کې يوازې تر يو بازار محدود نشي بلکه د نړۍ نور بازارونه او نورې لارې هم پېدا کړي.

 

په کابل کښې يو افغان تاجر احمد شکیب پوپلزي شال نيوز ته وويل چې « زما په اند تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانستان که واقعاً وتوانېږي خپل صادرات یوازې په یوه لاره او یوه بازار پورې محدود نه کړي، دا د سوداګرو لپاره ډېر لوی مثبت بدلون دی. دا چې هند د افغان صادراتو تر ټولو لویه منډۍ ګرځېدلې، معنا یې دا ده چې افغان سوداګر اوس د بدیل بازارونو موندلو توان پیدا کوي. دا خبره په ځانګړي ډول هغه وخت مهمه ده چې له پاکستان سره لارې کله بندېږي، کله خلاصيږي، او کله سیاسي ستونزې پر تجارت مستقیم اثر کوي. د تاجر لپاره تر ټولو مهم شی ثبات، دوام او د مال رسېدو یقین دی. که هند ته هوايي دهلېزونه او بدیلې لارې عملي او منظمې پاتې شي، دا د وچې مېوې، زعفران، قالینو، لاسي صنایعو، قیمتي ډبرو او ځینو کرنیزو محصولاتو لپاره ډېر قوي فرصت دی.»

 

شکيب پوپلزي زياته کړه چې « د تاجر په سترګه یوازې د صادراتو فیصدي لوړېدل کافي نه دي. مهمه دا ده چې ګټه څومره ده، لګښت څومره دی، او بازار دوام لري که نه. هوایي دهلېزونه ښه دي، مګر عموماً لګښت یې لوړ وي. نو هر مال د هوا له لارې نه شي تللی. یعنې لوړ ارزښت او کم وزن لرونکي توکي لکه زعفران، وچې مېوې، درملیز یا آرایشي توکي او لاسي صنایع ښه ځي، خو درانه او ارزانه اجناس بیا دومره سیالي نه شي کولی. نو که سوداګر غواړي له هند سره کار زیات کړي، باید په همداسې توکو تمرکز وکړي چې هم بازار ولري او هم د ترانسپورټ لوړ لګښت جبران کړي. »

 

د وارداتو په لړ کې د نړيوال بينک د شمېرو په اړه‌ هغه وايي « مهمه خبره دا ده چې واردات لا هم ډېر لوړ ښکاري. دا معنا لري چې اقتصاد لا تر اوسه د تولید پر ځای پر مصرف ولاړ دی. د تاجر لپاره دا یو خبرداری هم دی: تر څو چې داخلي تولید، بسته بندي، معیاري کول، سړې خونې، پروسس او بانکي اسانتیاوې پیاوړې نه شي، صادرات به تر ډېره خام او محدود پاتې وي. یعنې که موږ یوازې خامه مېوه، خام مواد او ابتدايي توکي صادر کړو، لویه ګټه به نور خلک اخلي، نه افغان سوداګر.

زما شخصي تجارتي رای دا ده چې دا بدلون مثبت دی، خو باید احساساتي نه شو. هند ښه بازار دی، خو باید ورسره د کیفیت، معیار، بسته بندۍ، وخت پر وخت رسولو او دوامداره قراردادونو فکر وشي. همداراز باید یو وخت یوازې هند ته هم متکي نه شو؛ یعنې هند، امارات، ازبکستان، منځنۍ اسیا، حتی خلیجي بازارونه ټول باید موازي وساتل شي. هوښیار تاجر هغه دی چې بازارونه متنوع کړي، نه دا چې له یوه انحصار څخه بل انحصار ته لاړ شي.»

 

اقتصادي کار پوهان باور لري چې که د افغانستان هوايي  دهليزونه، زراعتي صادرات، لاسي صنایعو او کانونو سکتور ته پوره پاملرنه وشي، نو هیواد به وکړی شي چې خپلې اقتصادي ستونزي تر یوه بریده کمې کړي او د صادراتو کچه په ثابت ډول لوړه وساتي.

د نړيوال بینک د راپور له مخې، افغانستان اوس په سیمه کې د نوي اقتصادي بدلون لور ته روان دی، او دا امکان شته چې هېواد په راتلونکو کلونو کې د صادراتو په برخه کې لا خپل دریځ قوي کړي. شنونکي دا هم وايي چې که د امنیت، قانوني ثبات او نړیوالو اړیکو وضعیت په نسبي توګه ښه شي، نو د افغانستان د سوداګرۍ د ودې سفر به لا ګړندی شي.