د حزب اسلامي مشر ،ګلبدین حکمتیار، وايي چې په افغانستان کې روانې کورنۍ جګړې او له ګاونډیو هېوادونو سره شخړې نیابتي بڼه لري او دعوه کوي چې د دغو جګړو مهار د بهرنیو لورو په لاس کې دی.
حکمتیار دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۳مه، د افغانستان د نوموتي کرکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې کړې دي. هغه د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو سره خواخوږي څرګنده کړې، د هغه پلار او کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ارواښاد ته یې د مغفرت دعا کړې ده.
د حزب اسلامي مشر ویلي دي، چې حزب اسلامي تل هڅه کړې چې له کورنیو جګړو ځان لرې وساتي او خپلو غړو ته یې سپارښتنه کړې ده چې تر هغه وسله ونه کاروي، څو جګړه پرې نه وي تپل شوې او د ځان دفاع ته اړ شوي نه وي.
حکمتیار په خپل پیغام کې د افغانستان پر روغتیايي وضعیت او د واکمنو پر تګلارو هم نیوکې کړې دي. هغه ویلي دي، چې افغانان لا هم د مناسبې درملنې له اسانتیاوو بې برخې دي او د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته د تګ مجبوریت لري.
هغه دعوه کړې چې واکمنان د کورنیو جګړو او خپلو لګښتونو لپاره میلیونونه ډالر مصرفوي، خو د داسې مجهز روغتون د جوړولو توان او اراده نه لري چې افغانان له بهرنیو هېوادونو ته د درملنې له اړتیا خلاص کړي.
حکمتیار دا هم ویلي دي چې افغانستان تر اوسه د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم په کافي اندازه مجهز روغتونونه نه لري. د هغه په وینا، که شتمنو افغانانو ته د تعلیم او روغتیا په برخو کې د پانګونې مناسب شرایط برابر شوي وای، هېواد به نن د دغو مهمو برخو په برخه کې پر نورو هېوادونو دومره متکي نه وای.
د حزب اسلامي مشر همداراز دعوه کړې چې اوسنیو واکمنو د حزب اسلامي اړوند اسلامي پوهنتون او د ایمان جومات دروازې تړلې، او د ایمان روغتون، کلینیک او دارالیتام یې په زور نیولي دي. نوموړي تور پورې کړی چې دغه ودانۍ د روغتیايي خدمتونو پر ځای د استخباراتي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د حکمتیار د دغو تازه څرګندونو او دعوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز