د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو د کاروان شاوخوا یو درجن مال وړونکي ګاډي نن ،د جولایۍ پر ۱۳مه، د تورخم پولې ته رسېدلي، خو افغانستان ته به د دغو مرستو لېږد د افغان چارواکو له رسمي اجازې او ګمرکي تصفیې وروسته ترسره کېږي.
د سرحدي سرچینو په وینا، د بشري مرستو په ټول کاروان کې ۵۱ مال وړونکي ګاډي شامل دي چې له کراچۍ بندر څخه په پړاوونو کې د تورخم پر لور روان شوي دي. تمه ده پاتې ګاډي هم په راتلونکو ورځو کې تورخم ته ورسېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د دغو بشري مرستو د تورخم له لارې افغانستان ته د لېږد لپاره د نه اعتراض سند صادر کړی دی. د وزارت په وینا، دا پرېکړه د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په لارښوونه شوې او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې ده چې د ګمرکي تصفیې او نورو قانوني مراحلو چارې زر بشپړې کړي، څو د مرستو کاروان بې له ځنډه پولې ته واوړي.
سرچیني وایي، په دې کاروان کې د خوارځواکۍ له ګواښ سره د مخ ماشومانو او میندو لپاره ځانګړي غذایي تکمیلي خواړه، د سبزیجاتو غوړي او په ویټامینونو او منرالونو بډایه شوي بسکټونه شامل دي. ټاکل شوې دغه مرستې د افغانستان اړمنو کورنیو، په ځانګړي ډول ماشومانو او میندو ته ووېشل شي.
د تورخم سرحدي چارواکي وایي، د ګمرکي تصفیې او نورو قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته به افغان چارواکي پرېکړه وکړي چې دغه بشري مرستې افغانستان ته د داخلېدو اجازه ورکوي او که نه.
د سرحدي سرچینو په وینا، په تېرو کې هم افغان چارواکو د غذایي مرستو ځیني توکي د بېلابېلو لاملونو له امله بېرته ستانه کړي وو، له همدې امله د روان مرستندویه کاروان په اړه هم وروستۍ پرېکړه د افغان لوري له رسمي اجازې وروسته کېږي.
تر اوسه نه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او نه هم د طالبانو حکومت د دغو بشري مرستو د منلو او د افغانستان دننه د وېش په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور کړی.


امان علي شینواری