د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر ،شیخ خالد حنفي، وایي چې د دوي د ډلې د مبارزې اساسي موخه په افغانستان کې د اسلامي شریعت بشپړ او مطلق پلي کول دي.
حنفي دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۲مه، د سویل ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو او قامي مشرانو سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي دي، چې تر هغه چې د هېواد په ټوله جغرافیه کې دین په بشپړ ډول حاکم نه شي، ټول به د خدای پر وړاندې مسوول وي.
هغه دیني عالمانو او قامي مشرانو ته په وینا کې وویل، چې د طالبانو د نظام ساتنه او دفاع تر هر چا وړاندې د علماوو او قامي مشرانو دنده ده، ځکه ،د ده په وینا، دا یو شرعي نظام دی او مشري یې دیني عالمان کوي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همداراز دعوه وکړه چې د تېر جمهوري نظام پر مهال بهرنیو ځواکونو یوازې پوځي حضور نه درلود، بلکې د فکري اغېز لپاره یې هم پراخې هڅې کولې. د هغه په وینا، د دغو هڅو موخه د افغانانو له دیني ارزښتونو سره د بې باورۍ رامنځته کول وو.
شیخ خالد حنفي په وروستیو اوونیو کې د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو، لکه بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، کندز او سرپل ته هم سفرونه کړي او هلته یې له سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو او قامي مشرانو سره ورته غونډې کړې دي.


شال نیوز