جماعت اسلامي د پټرولو لوړو بیو او ګرانۍ پر ضد د هېواد په بېلابېلو سیمو کې احتجاجونه وکړل. په پېښور کې احتجاج کوونکو پر حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ولس اقتصادي ستونزو ته پاملرنه نه کېږي. مظاهرچیانو غوښتنه وکړه چې د پټرولو بیه دې ۲۲۵ روپۍ فی لیټر وټاکل شي او د ګرانۍ د کمولو لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.


خالده نیاز