کوهاټ (شال نیوز): د خېبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې نن د اپرېل په ۱۸مه د لاچي بای پاس ته نږدې د فلاینګ کوچ او یو موټر ترمنځ د ټکر له امله ټرافیکي پېښه رامنځته شوې ده۔

 

په دې پېښه کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون، لس تنه ټپیان شوي دي، چې ټپیان سمدستي د لاچي روغتون ته لېږدول شوي دي۔

 

له دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښو ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده۔

 

په پاکستان کې دا ډول پېښې اکثره د ترافیکي قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خراب وضعیت، د موټر چلوونکو د بې‌ پامۍ، د مناسبې روزنې نشتوالي، او د ګاډو د پر وخت معاینې نه کولو له امله رامنځته کېږي۔