د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د افغانستان نفوس به د روان ۲۰۲۶م کال تر پایه شاوخوا ۴۸ اعشاریه ۶ میلیونه کسانو ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) دغه شمېرې ،د جولایۍ په ۱۱مه، چې د نفوس له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان کړې.

 

بلخوا، د طالبانو د حکومت د احصائیې او معلوماتو مرکزي اداره وايي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نفوسو د اټکل له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۳۷ اعشاریه ۲ میلیونه وګړي ژوند کوي.

 

د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع ویلي دي، چې د دوي د اټکل له مخې د هېواد د نفوس شاوخوا ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځې دي.

 

د ادارې د معلوماتو له مخې، نږدې ۷۰ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي چې شمېر یې شاوخوا ۲۶ میلیونه کسانو ته رسېږي، په داسې حال کې چې ۲۶ سلنه وګړي په ښارونو کې مېشت دي او شمېر یې نږدې ۹ اعشاریه ۸ میلیونه ښودل شوی دی.

 

د احصائیې او معلوماتو مرکزي اداره وايي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې کابل تر ټولو ډېر نفوس لري چې شاوخوا ۶ اعشاریه ۴ میلیونه وګړي په کې ژوند کوي، او هرات د نفوس له پلوه دویم لوي ولایت دی چې نږدې ۴ اعشاریه ۲ میلیونه اوسېدونکي لري.

 

د ملګرو ملتونو او د طالبانو د حکومت د احصائیې ادارې د اټکلونو ترمنځ د نفوس په شمېر کې د پام وړ توپیر لیدل کېږي. دواړو لورو د دې اختلاف د لاملونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.