اسلام آباد/تهران (شال نیوز): د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې، ايي ایس پي ار، په خپل يو بیان کې ويلي دي، چې د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ایران ته خپل درې ورځنی رسمي سفر پای ته ورساوه.
د خپاره شوي بیان له مخې، په دې سفر کې د سیمي د امنیت، روانو امنیتي حالاتو، ډیپلوماټیکو هڅو او د تلپاتې سولې لپاره پر ګډو اقداماتو تفصیلي خبرې شوې دي.
فیلډ مارشل عاصم منیر په دې موقع د خبرو اترو، د تاوتریخوالي پر کمولو او د ستونزو پر سوله ییز حل ټینګار وکړ.
د خپل سفر پر مهال، نوموړي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ملاقات کړی، او ورسره یې د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پوځ د یوه مهم مرکز له مشر علي عبداللهي سره جلا جلا غونډې کړې دي.
د بیان له مخې، د پوځ مشر د ایران له خوا د تود هرکلي مننه کړې او د پاکستان د ولسمشر، لومړي وزیر او اولس له لوري یې د نېکو هیلو پیغام رسولی دی. هغه دا هم ویلي چې پاکستان غواړي له ایران سره خپلې تاریخي او ورورولۍ اړیکي نورې هم پیاوړې کړي.
په بیان کې ویل شوي چې دا سفر د دې څرګندونه کوي چې پاکستان په منځني ختیځ کې د روانې شخړې د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي او په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د پاکستان د منځګړیتوب هڅې
تر دې وړاندې، د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي وو چې فیلډ مارشل عاصم منیر له یوه پلاوي سره تهران ته رسېدلی و، او دا سفر د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو برخه ده.
پاکستان په دې میاشت کې په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو کوربه توب هم کړی و، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوږدې مودې وروسته مهم تماس ګڼل کېږي. دا خبرې که څه هم بې پایلې پای ته ورسېدې، خو دواړو لورو ویلي چې ډیپلوماټیکې لړۍ ته به دوام ورکوي.
د سرچینو په وینا، د اوربند موده چې د اپریل په اتمه نېټه شوې وه، د اپریل تر ۲۲مې پورې ده، خو حالات لا هم حساس بلل کېږي.
بلخوا، لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي چې حکومت د شخړې د حل لپاره پوره هڅې کوي او د خبرو اترو بهیر دوام لري.
همدارنګه، د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د پاکستان د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د اوربند او پخلاینې په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.

شال نیوز