په تخت بایي کې د عوامي نېشنل ګوند د مشر او سیاسي فعال مولانا خانزېب لومړی تلین په درناوي ولمانځل شو. په دې مناسبت جوړې شوې غونډې کې د ګوند مشرانو، غړو او ګڼو خلکو ګډون وکړ او د نوموړي سیاسي او ټولنیزو خدمتونو ته یې درناوی وړاندې کړ.