د بلوچستان په زیارت سيمه کې د وژل شویو پولیسو د سرتېرو کورنیو لپاره مرستې اعلان شوې دي، چي له مخې به یې هري کورنۍ ته د یو کروړ او یوولس لکه روپۍ ورکول شي.

 

د بلوچستان د اعلا وزير د اطلاعاتو او سیاسي چارو سلاکار ،شاهد رند، د جولایۍ په ۱۰مه، ویلي دي د ټولو وژل شويو سرتيرو کورنیو ته به دا مالي مرسته د هغوي تر کورونو ورسول شي، ترڅو اغېزمنو کورنیو ته زر تر زره اسانتیا برابره شي.

 

هغه زیاته کړه، چې د اعلا وزير په ځانګړې لارښوونه د مالي مرستو د ورکړې لپاره ټولې اداري او مالي چارې په ډېرې چټکۍ سره بشپړې شوې دي.

 

هغه وویل، چې د بلوچستان حکومت به د وژل شويو د کورنیو ملاتړ کوي، د هغوي د کورنۍ د غړو هوساینه به یقیني کوي او د وژل شويو د ماشومانو د زده کړو ټول لګښتونه به هم پر غاړه اخلي.

 

شاهد رند وویل، چې مالي مرسته د انسان د ژوند بدیل نه شي کېدی، خو د بلوچستان حکومت په دې سخت وخت کې د وژل شويو له کورنیو سره ولاړ دی او په راتلونکي کې به هم خپلې هر ډول مرستې ته دوام ورکړي.

 

د بلوچستان د زیارت په مانګي ډیم سیمه کې جولایۍ په ۶مه د وسله والو لخوا د پولیس په پوستې برید شوی و چې په پایله کې یې ۹ پولیس سرتیري وژل شوي او ګن شمېر نور تښتول شوي وو.